افغان کډوال امریکا کې له سختو ستونزو سره مخ دي

د امریکا له لوري ایستل شوي کډوال په کمپونو او امریکايي ایالتونو کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې په نظامي اډو یا کمپونو کې پراته افغان کډوال او همدا راز هغه کډوال چې له دغه کمپونو ایستل شوي دي له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

سرچینه وړاندې لیکي، چې دوی لا هم د سرپنا له نشتوالي سره مخ دي، د توکو ګرانۍ یې ژوند سخت کړی دی او هڅه کوي چې په لرو پرتو کلو او سیمو کې د ټيټې بیې کورونه د اوسېدو لپاره پیدا کړي.

له دغه ورځپاڼې سره کډوالو په مرکه کې ویلي، چې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي او له امریکايي حکومت یې غوښتي چې د دوی پر وړاندې مسوولانه چلند وکړي.

د یادونې ده چې تېره ورځ په ایران کې هم په یوه ترافیکې پېښه کې شپږ افغانان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې د ایران یزد ښار کې یوه مسافر وړونکي موټر له لارۍ ډوله موټر سره ټکر کړی دی چې له امله یې شپږ افغان مسافر وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د یزد ځايي چارواکي وايي چې په وژل شوو کې یوه ښځینه هم شامل ده او زیاتوي چې د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ نه دی.

په وروستیو کې زرګونه افغانان د بېوزلۍ او بېکارۍ له امله هڅه کوي ایران ته واوړي خو وخت ناوخت له دغه ډول پېښو سره مخ کېږي.

ملګري ملتونه وایي چې په ۲۰۲۰ کال کې شاوخوا ۳،۵ میلیونه افغان کډوالو په ایران کې کار او ژوند کاوه، چې لوړه سلنه یې قانوني اسناد نه لري.

About عاقله اسد 1244 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله