افغان کرکیټ بورډ  د ۱۹ کلنو نړیوال جام ته خپله لوبډله اعلان کړه

د ۱۹ کلنو ملي لوبډلو ترمنځ د راتلونکي ۲۰۲۰م کال د جنوري میاشتي په ۱۷مه نېټه د کرکیټ یو ورځنی نړیوال جام د سویلي افریقا په کوربتوب پبلیږي.

یاد جام ته د افغانستان کرکیټ بورډ د یکشنبې په ورځ خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
په یاده لوبډله کي فرهان زاخېل (لوبډلمشر)، صديق اتل، رحمن الله ځدران، ابراهيم ځدران، اسحاق محمدي، نور احمد، شفيق الله غفاري، جمشېد مير علي خېل، عبدالرحمن، عابد تڼی، فضل حق، عمران مير، ظهېب زمانخېل، اصف موسی زی او عابد محمدي شامل دي.

د هغه ترڅنګ سميع سالارزی، مجيد عالم، عارف خان، اسلام ځاځی او احسان مندوزی د احتياطي لوبغاړو په توګه غوره سوي.
په افغانستان کرکیټ بورډ کي د غوراوي کمېټه وایي، چي ټاکل سوي لوبغاړي ئې ټول د دوي د وړتیاوو په اساس ټاکلي.
دا لوبي چي راتلونکې میاشت پیلیږي د فیبروري په ۹مه نېټه به پای ته ورسیږي.
په یاد جام کي افغانستان په څلورم ګروپ کي د سویلي افریقا، متحده عربي آماراتو او کاناډا کرکیټ ملي لوبډلو سره یو ځای دی.

افغان ۱۹ کلن کرکیټ ټیم به خپله لومړۍ لوبه د جنوري په ۱۷مه د سویلي افریقا په وړاندي، دوهمه لوبه به د جنوري په ۲۲مه د متحده عربي آماراتو په وړاندي او درېیمه لوبه به بیا د جنوري میاشتي په ۲۴مه نېټه د کاناډا په وړاندي ترسره کړي.
 

وروستي مطالب