د کرکیت لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ وځنډول شوې!

د افغانستان د کرکیټ بورډ له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د ولایتونو په کچه لومړۍ درجه (ګریډ ون) سیالۍ د کرونا ویروس له امله د مارچ ۲۵مي نېټې ته وځنډول سوې.
ټاکل سوې وه د مارچ میاشتي په ۱۵مه نېټه یعني سره له نن یکشنبې د ولایتونو په کچه لومړۍ درجه (ګریډ ون) سیالۍ پيل سي، چي د کرونا ویروس له امله وځنډول سوې.
خبرپاڼه کي راغلي، چي پرون د شنبې په ورځ د کرکیټ بورډ مسئولینو د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه خپلو کي یوه بیړنۍ ناسته ترسره کړه، چي د لوبغاړو او اداري کارکوونکو د خوندیتوب په موخه پکښي یو شمېر لازمي پریکړي وسوې.
یاده خبرپاڼه کي ویل سوي، د ولایتونو ترمنځ لومړۍ درجه لوبي له نن څخه د مارچ میاشتي ۲۵مي ته وځنډېدې، خو په یاده نېټه د پیلیدو او یا هم د ځنډېدو په اړه راتلونکې اونۍ کي یوه بله ناسته جوړوي او وروسته به معلومات له رسنیو سره شریک کړي.

د بورډ په خبره، دا پریکړه ئې وروسته له هغه کړې، چي په هیواد کي د کرونا ناروغۍ مثبتي پيښي ثبت سوې او د مخنیوي لپاره ئې په هیواد کي ګامونه واخیستل سول.
د افغانستان کرکټ بورډ په مرکز او ټولو ولایتونو کې د کرکټ اکاډمیو ته سپارښتنه کړې، چی خپل فعالیتونه دې تر هغې وځنډوي، چی د افغانستان کرکټ بورډ او یا هم د عامې روغتیا وزارت له لوري ورته د بیا ځلې فعالیت اجازه ورکول کیږي.
پرون په ټول هیواد کي د کرکیټ او فوټبال ترڅنګ پر ټولو ورزشي لوبو تر نامعلومي مودې پوري بندیز ولګېد.
د هغه تر څنګ ټولو خصوصي او دولتي ښونځیو او پوهنتونو هم  د حمل میاشتي تر ۳۰مې نېټې پوري رخصتي ورکړل سوه.
کرونا ویروس اوس په ټوله نړۍ کي خپور سوی، چي تر ټولو ډېر ئې مالي او ځاني زیان چین، ایران او ایټالیا ته اړولی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




ولسمشر غني: جمهوریت هیڅ وخت له منځه نه ځي؛ نړیواله ټولنه له افغانستان سره ده

by عاقله اسد in افغانستان

ولسمشر غني وایي، چې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد مبارزې ژمنه کړې ده او ډاډ یې ورکړی دی چې افغانستان به یوازې نه پرېږدي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام د افغانستان ... نور ولولئ