سپورټ کورنی کرکټ

افغان کريکټ لوبغاړي یو د بل په وړاندي لوبیږي .

ليکنه: صابر حميدي

د افغانستان د کرکیټ بورډ مسئولین د ملی لوبغاړو ترمنځ د هیواد خپلواکۍ بیرته اخیستو سلمي کلیزي په ویاړ کابل کي یوه دوستانه سیالي ترسره کوي.

ټاکل سوې د افغانستان د کرکیټ دوه ټیمونه افغان اتلان او افغان ځوانان د دوشنبې په ورځ سره ولوبیږي، چي په یادو دوو لوبډلو کي به د هیواد د کرکیټ ملي ټیم بېلابېل لوبغاړي ولوبیږي.

د افغان اتلانو لوبډلمشر راشد خان ارمان دئ او په لوبډله کي سمیع الله شینواری، حضرت الله ځاځی، جاوید احمدي، رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدران، قیس احمد، فرید احمد ملک، دولت ځدران، شراف الدین اشرف، ضیاالرحمن شریفي ضیاالرحمن اکبري، نوین الحق او شاپور ځدران شامل دي.

د افغان ځوانانو لوبډلمشر بیا ګلبدین نایب دئ او په دې ټیم کي به بیا نور علي ځدران، احسان الله جنت، محمد نبي، نجیب ترکی، نجیب ځدران، هشمت الله شهیدي، اکرام علي خېل، شفیق الله شفق، حمید حسن، ظاهر خان، میرویس اشرف، امیر حمزه هوتک، سیداحمد شېرزاد او یمین احمدزی ولوبیږي.

دا لوبه به شل آوریزه ده او د هیواد د خپلواکۍ بیرته اخیستو سلمي کلیزي په ویاړ د کابل په عمومي کرکیټ لوبغالي کي ترسره کیږي.

افغان کرکیټ بورډ له ټولو هیوادوالو غوښتي، چي د یادي لوبي لیدلو ته لوبغالي ته ورسي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړې پر دې سربیره د کندهار ولایت د ښوونې او روزنې د پوهنتون د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.