افغان کريکټ د ۲۰۱۹ز کال له وروستیو تر دې دمه.

له ۲۰۰۰م څخه تر ۲۰۱۸م پورې د افغانستان د کرکټ په اړه نه غږېږو، ځکه په دې اړه مو ډېرې لیکنې کړې، چې افغان کرکټ ملي لوبډلې له ۲۰۰۰م څخه تر ۲۰۱۸م کال پورې دومره وکولای شول، چې له درېیمه درجه هېوادونو څخه هسکه غړۍ راووځي او ځان تر لومړۍ درجه لوبډلو راورسوي.
نو دا هغه څه دي چې د دې هېواد په مثبت کرکټ دلالت کوي، هغه وخت په افغانستان کې د کرکټ مسلکي لوبغاړي ډېر کم وو، خو بیا هم کرکټ بریالی و او لوبډلې ښې لاسته‌راوړنې لرلې.
اوسمهال د کرکټ ملي لوبډله د یو ورځنیو په لسو غوره لوبډلو کې شامله ده، د ټېسټ لوبو په لسو غوره لوبډله کې ګډونواله او په شل اوریزو لوبو کې تر اووم مقام رارسېدلې.
خو له ۲۰۱۸م له وروستیو څخه تر ۲۰۲۰م لومړیو پورې دا لوبډله ښه نه ده ځلېدلې، یو علت یې دا دی، چې افغان کرکټ ملي لوبډله تازه د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ته داخله شوې او دې کچه لوبډلو کې د اسټرالیا، هند، انګلستان، نیوزیلینډ، افریقا، ویسټ انډیز، بنګله‌دېش پاکستان او سریلانکا په څېر پیاوړې بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلې ګډون لري، دا لوبډلې له لسګونه کلونو راهیسې دې سټیج یا کچه کې لوبېږي او د کرکټ نړیوالې شورا رضایت یې حاصل کړی دی.
زِمبابوې او کینیا هم په همدې سټېج کې لوبېدلې، خو دا چې کارکرده‌ګي یې قناعت بخښونکې نه وه، نو له لسو غوره لوبډلو درجه‌بندۍ څخه ولوېدې او شاته شوې.
د ۲۰۱۹م له پیله ۲۰۲۰م تر لومړیو پورې افغان لوبډله ښه نه ده ځلېدلې او په ټوله کې یې په نړیواله کچه کرکټ شاتګ کړی دی.
له نړیوال جام څخه وړاندې د افغان لوبډلې بې ثباتي ډېری افغان کرکټ مینه‌وال د لوبډلمشر اصغر افغان په بدلېدلو او د ګلبدین نایب په لوبډلمشر کولو پورې تړي او دې برخه کې د کرکټ بورډ پخوانی رهبري ټيم ګرم بولي.
افغان کرکټ ماهرین او مینه‌وال په دې اند دي، چې د ۲۰۱۹م نړیوال پنځوس اوریز جام په درشل کې د زوړ لوبډلمشر لرې کول او د نوي کم تجربه لوبډلمشر ټاکل د لوبډلې د کمزورۍ او د لوبغاړو د بې اتفاقۍ سبب شو.
او د دې بې اتفاقۍ پایله دا شوه، چې لوبډله په نړیوال جام کې ۹ لوبې سر په سر وبایلي او هم په شل اوریزو لوبو کې له وېرې سره مخ شي.
دا خو منو چې د کرکټ ملي لوبډلې په لوبو منفي تاثیرات شته او دا منفي تاثیرات مخکې له دې، چې شل اوریز اسیا جام او شل اوریز نړیوال جام پیل شي، پای ته ورسېږي او لوبډله ذهناً او فزیکي ډول باید پوره چمتو شي.
دا کار هله شونی دی چې کله لوبغاړي په اتفاق وي او د زړه له کومې لوبې وکړي.
رابه شو د نولس کلنو کرکټ ته
د نولس کلنو کرکټ ملي لوبډله دوه کاله وړاندې داسې نه وه، بلکې د اتلولۍ تر کچې رسېدلې وه او لوبې یې ګټلې وې.
۲۰۱۷م کې د اسیا تنکیو ځوانانو پنځوس اوریزجام وګاټه، ۲۰۱۸م نولس کلنو پنځوس اوریز جام کې یې څلورم مقام واخیست او د لوبغاړو وړتیاوې د افغانانو لپاره قناعت بخښونکې وې، خو تازه چې کومه لوبډله د نولس کلنو لپاره جوړه شوې، متوازنه نه ده او خلک په دې برخه کې لږ ګیله‌من دي.
د توپ‌وهنې په برخه کې د فسټ بالېنګ ستونزه شته، لکه د هند، پاکستان، نیوزیلېنډ، بنګله‌دېش او نورو لوبډلو په څېر مزه‌ناک تخنیکي توپ‌وهونکي یا نشته او یا هم په نشت حساب دي.
د ډګرساتنې برخه هم کمزورې ده.
که کرکټ بورډ غواړي چې په راتلونکي کې یوه پیاوړې نولس کلنو کرکټ لوبډله ولرو، نو باید غوراوي او نورو برخو کې پیاوړو لوبغاړو ته زمینه برابره شي.
ښه روزونکي باید وګومارل شي، چې له لوبغاړو سره په کنډېشن او وضعیتونو کې ښه خواري وکړي، تخنیکي وړتیاوې یې لوړې کړي او په صداقت سره مخته ولاړ شي، نو پایله به یې خامخا مثبته وي.
له ۲۰۱۸م څخه وروسته افغانستان په کورني کرکټ کې فوق العاده پرمختګ کړی دی، لسګونه کرکټ اکاډمیانو کې مسلکي لوبغاړي روزل کېږي، چې ځینې له فطري وړتیاوو سره کولای شي، چې ملي او نولس کلنو لوبډلو کې ولوبېږي او هېواد ته لاسته‌راوړنې راوړي، خو په دغو دوو لوبډلو کې ورته ځای نشته.
لوبغاړي ښه ډېر دي، خو د لوبېدلو چانس باید ورکړل شي.
بله خبره په نړیوال کرکټ کې موږ شاتګ کړی او دا شاتګ بیا له ملي لوبډلې ښکته په نولس کلنو لوبډله کې وینو.
په ۲۰۱۸م کې افغان نولس کلنو لوبډله په نړیواله کچه څلورم نمبر لوبډله وه، خو اوس د چهارشنبې پر ورځ د فبروري په ۵ مه له سویلي افریقا سره په اووم مقام لوبه کوي، نو دلته موږ شاتګ تجربه کوو، چې درې یا څلور قدمه شا ته ولاړو.
نو په هېوادني کرکټ کې افغان لوبغاړي شته او پرمختګ شوی دی، خو په نړیوال کرکټ کې مو شاتګ کړی او دا په رهبرۍ برخه کې په ځینو علتونو پورې اړه لرلی شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




وروستي مطالب