فبروري 27, 2021

افغان ښځې: د لاسي صنایعو جوړولو له بازاره ناخوښه یوو

ځینې افغان میرمنې وایي، په لاسي کارونو کې ښه وړتیا لري، خو د دوی تولیدات په بازارونو کې خرڅلاو نه لري!

افغان ځوریدلې او خواري کښه میرمنې، چې له بېلا بېلو وړتیاوو څخه برخمنې دي. د کور د کارونو، زده کړو، دندو او نورو فعالیتونو تر څنګ په لاسي کارونو کې هم له خورا زیاتو وړتیاوو څخه برخمنې دي.

لاسي کارونه لکه: خامک دوزي، ګلدوزي، اوبدنه او خیاطي غالۍ اوبدنه او … د افغان میرمنو له پخوانیو مهارتونو او دودونو څخه شمېرل کېږي، چې دوی له پخوا څخه له دې مهارتونو څخه برخمنې دي.

ځینې افغان میرمنې وایي: لاسي کارونه دوی ته د ساعت تېرۍ او تفریح یوه اله هم ګڼل کېږي.

دوی وایي دا چې دوی تل په کور کې وي او له کور څخه دومره نه وځي دا یې د زړه تنګوالي لامل کېږي، نو په دې وخت کې د لاس کار د دوی له پاره هغه اله وي، چې دوی له دې زړه تنګوالي څخه ژغوري.

دوی وایي: چې په خپلو کارونو کې ښه مهارت لري او کولای شي، چې بېلا بېل څیزونه جوړ کړي.

ځینې میرمنې له همدې لارې څخه خپل مالي لګښتونه پوره کوي، خو دوی وایي چې تولیدات یې په بازارونو کې ښه خرڅلاو نه لري.

په دې اړه د کابل ښار د کمپنۍ د سیمې اوسېدونکې میرمن پلوشه وایي: میړه مې په نشه یی توکو روږدی دی او زه د همدې لاسي کارونو په واسطه خپلو ماشومانو ته نفقه برابره وم، ځینې وختونه بیا داسې شي، چې څوک دا لاسي شیان راڅخه نه اخلي او همداسې راباندې تاوان پاتې شي.

پلوشه زیاتوي، دوی چې څومره زحمت باسي د دوی د زحمت په اندازه یې تولیدات په ډېر کم لګښت پلورل کېږي.

په همدې ډول د د میدان وردګو ولایت اوسېدونکې میرمن شریفه وایي؛ چې دا او نورې میرمنې په بېلابېلو لاسي کارونو کې ښه مهارت لري.

نوموړې وایي، بېلابېلې افغاني جامې، د نارینه او ښځینه وو له پاره غاړې، اوبدلې جامې، دستکولونه او همدارنګه د مریو بېلا بېل څیزونه جوړولای شي، خو د دوی لاسي کارونه په بازارونو کې خرڅلاو نه لري او څوک دومره ارزښت نه ورکوي.

میرمن شریفه وایي، که دولت ورته د کار کولو زمینه برابره کړي، دوی به وکولای شي، چې په بېلا بېلو برخو کې ښه داخلي تولیدات ولري، یا هم د دوی د لاسي کارونو د صادارتو موقع برابره کړي، په دې سره به د دوی لاسي صنایع مادي او معنوي ارزښت پیدا کړي.

افغان میرمنې په بېلا بېلو برخو کې له غوره وړتیاوو څخه برخمنې دي، چې څوک د دوی استعداونه په نظر کې نه نیسي او دا استعدادونه په دوی کې همداسي پاتې کېږي او بالاخره همداسې مري.

که دولت په لیرې پرتو سیمو کې افغان میرمنو ته د لاسي صنایعو د تولید زمینه برابره کړي، په دې سره به هم د فقر کچه کمه شي او هم به د افغان میرمنو استعدادونه څرګند شي او موږ به وکولای شو، چې د لاسي صنایعو د صادراتو غوره برخه ولرو.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*


وروستي مطالب