سپورټ کورنی کرکټ

افغان ځوانانو د خپلواکۍ جام لوبه کې بريا خپله کړه.

اعلان

ليکنه: سمیع الله درانی

د ښې توپوهنې او ښې توپ اچونې پر مټ افغان ځوانانو په ۴۰ منډو افغان اتلانو ته ماتې ورکړه او د خپلواکۍ جام لوبه کې يې بريا خپله کړه.

د افغانستان د خپلواکۍ بيرته اخيستو سلمې کليزې په وياړ کابل لوبغالي کې د افغان ځوانانو او افغان اتلانو لوبډلو ترمنځ د خپلواکۍ جام شل اوريزه لوبه ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې پچه د افغان ځوانانو لوبډلې لوبډلمشر ګلبدین نایب وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغان ځوانانو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۹ منډې وکړې، چې له ډلې يې ګلبدین نایب ۵۴، احسان الله جنت او حشمت الله شهيدي هر يوه ۴۵-۴۵ او نجیب الله ځدراڼ ۱۳ منډې وکړې.

د افغان اتلانو له لوري دولت ځدراڼ او فريد احمد ۲-۲، شاپور ځدراڼ او ضيا شريفي ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د ۱۸۰ منډو د هدف په تعقيب کې د افغان اتلانو ټوله لوبډله په ۱۳۹ منډو وسوځېده او افغان ځوانانو په ۴۰ منډو بريا خپله کړه.

د افغان اتلانو له لوري جاويد احمدي او درويش رسولي هر يوه ۲۸-۲۸ منډې وکړې، همدا راز فريد احمد ۲۲ او شرف الدین اشرف ۲۱ منډې وکړې.

د افغان ځوانانو له لوري يمين احمدزي ۳، سيد احمد شېرزاد او ظهير خان ۲-۲، ګلبدین نایب، نجیب الله ځدراڼ او حميد حسن ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ګلبدین نایب ته ورکړل شوه، همدا راز د سټايلش لوبغاړي جايزه بيا حميد حسن ترلاسه کړه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی