ليکنه: صابرحميدي
د افغانستان د والیبال ملي لوبډلي په مرکزي آسیايي سیالیو کي خپله لومړۍ لوبه پرون دوشنبه د ترکمنستان والیبال ملي لوبډلي په وړاندي ترسره کړه، چي د یاد هیواد څخه ئې ۳ پر ۱ ماته وخوړه.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي افغانستان د ترکمنستان څخه په اول، درېیم او څلورم میدانونو کي ۳۲ پر ۳۰، ۲۶ پر ۲۴ او ۲۷ پر ۲۵ ماته وخوړه، خو یوازي ئې په دوهم میدان کي ۲۵ پر ۱۶ ترکمنستان مات کړ.
افغانستان خپله دوهمه لوبه نن سې شنبه مازدیګر د ازبکستان په وړاندي ترسره کوي.
د مرکزي اسیایي هیوادونو ترمنځ د والیبال دا لوبي پرون دوشنبه د نیپال هیواد په پلازمېنه کتماندو کي پیل سوې او تر ۶ ورځو دوام وروسته راتلونکې اونۍ پای ته رسیږي.
په دې سیالیو کي د افغانستان په ګډون نیپال، ترکمنستان، قزاقستان، ازبکستان، تاجکستان، بنګله دېش، مالدیف او بوتان هیوادونو ګډون کړی.
تر دې مخکي افغانانو په ۲۰۱۴م کال کي په مرکزي آسیایي سیالیو کي درېیم مقام خپل کړی وو.
ارامتیا ته رسېدل؛ ځانته ارزښت ورکول يې مهم اصل دی
ژباړه ارامتیا یانې دبهرنیو او دروني ستونزو څخه خلاصېدل او خوشحالي او دننه راحتي احساس ته رسېدل دي. د قران شریف له نظره هم ځینې عوامل لري لکه؛ د خدای یاد او ذکر کول، په ... نور ولولئ