مارچ 2, 2021

افغان نولس کلنو کريکټ لوبډله او پرې د خلکو نظرونه.

افغان نولس کلنو کرکټ ملي لوبډله چې کله د نړیوال جام لوبو لپاره سویلي افریقا تلله؛ نو له د نړۍ په کچه له څلورم مقام سره تللې وه؛ خو بېرته له اووم مقام سره راستنه شوه.
د نولس کلنو کرکټ ملي لوبډلې ۲۰۱۸ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې څلورم مقام اخېستی و او اوس یې تر ۲۰۲۲ م کال پورې اووم مقام واخېست.
خو یوه خبره لسم مقامه پورې ښه پوزېشن وي؛ خو له لسم ور اخوا بیا ډېره پورې په کمزورو لوبډلو اطلاق کېدای شي.
دا چې د افغان لوبډلې کابو یو میاشتینی سفر څنګه و په اړه یې د ځېنو افغان کرکټ مینوالو او خلکو نظرونه راټول کړي دي، تاسې سره یې هم شریکوو.
د وصیل په نوم کرکټ مبصر وایي، «په نړیوال جام کې افغان لوبډله دومره وځلېدله، چې څومره وړتیا او استعداد و او یواځې د ګوتو په شمار کسان پکې ښه وځلېدل».
د کرکټ مبصر ودان مینوال داسې نظر لري؛ « نړیوال جام کې افغان لوبډله ښه وه سیالۍ یې هم ډیرې بدې نه وې؛ خو له دوی سره تللی کوم د روزنکو ټیم چې و، هیڅ ښه نه باید له دوی سره د ملي لوبډلې له پخوانیو لوبغاړو حمید حسن، نوروز منګل او یا د بهرنیو روزنکو څوک تللي وو؛ زموږ د لوبغاړو دې اوس هم کورودان وي، چې دومره خو یې وکړل؛ زموږ کرکټ بورډ یوازې ملي لوبډلې ته پام کوي نورو ته پام نکوي او بل باید تیزو توپ اچوونکو کې چې کوم لوبغاړي اخیستل شوي وو مناسب نه و یعنې د تېزې توپ اچونې په برخه کې مو لوبډله کمزوې وه».

خان وزیر عابد « نړیوال جام کې زما په نظر لوبډله ښه او مناسبه تللې وه، څومره چې پکاره وه هغومره ښه ونه ځلېدله، خو اوس زمونږ توقوع ډیره شوې د امکان له مخې باید تر نیمه پای لوبې یا هم پای لوبې پورې رسېدلې وه، ځکه چې د هند پسې دوهمه قوي لوبډله زمونږ وه، بنګله دېش چې نن رسېدلې زمونږ پر نسبت ډیره کمزورې لوبډله ده، چې بنګله دېش ورسېد نو طبعآ مونږ تر فاینل رسېدلای شو، ځوان استعدادونه وو راسره، خو د لوبډلې په یوولس کسیز سکواډ کې یوه یوه تېروتنه وشوه کې چېرې نه وی شوی ممکن فاینل یا سیمي فاینل کې اوس مونو موجود و. په ځوانو لوبغاړو شفیق الله غفاري، صدیق اتل، نور احمد لکڼوال، فضل الحق، عبدالرحمان او عمران میر باندې باید په مکمله توګه نوره هم خواري وشي خپل استعداد یې مونږ او نړیوالو ته وښود، پکار ده چې په هېواد کې اوس په کور کښی نه نول شي، بلکې په کورني کریکټ کې ولوبیږۍ او هره ورځ دې پرې تمرینات وکړي».
د افغان لوبډلې په اړه د نړیوال مبصرینو نظرونه
ايئن بېشاپ چې د ویسټ انډیز پخوانی لوبغاړی دی، اوس یواځې کمېنټري او مبصري کوي، په نړیوال جام کې د افغان او افریقا لوبه کې یې د کمېنټري پرمهال وویل، چې افغان لوبډله پیاوړې ده، ابراهیم ځدران او عمران میر خوار ښه لوبېږي، د دوی توپ وهنه تخنکي او زړوره ده.
نوموړي د دې ترڅنګ د شفیق الله غفاري ډېر صفت وکړ، چې د افغانستان راتلونکی ستوری بالر شفیق الله غفاري ښه ځلېږي او وېکټ یې تر نورو بالرانو ښې دي».
دا په نړیوال جام کې د ایئن بېشاپ خبرې وې.
د دې ترڅنګ ځېنو نورو مبصرینو بیا د افغان لوبډلې د ډګرساتنې برخه کمزورې بلله، شېن وارن چې د اسټرالیا نولس کلنو لوبډلې سره تللی و، د پاکستان خلاف یې د افغانستان او د افغانستان خلاف یې د پاکستان ډګرساتنه کمزورې وبلله.
د افغانستان کرکټ بورډ په رسمي فېسبوک پاڼه ۲۵۰ سوه کمېنټونه

د افغانستان کرکټ بورډ تېره ورځ په خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د نولس کلنو کم عمره لوبډله په نړیوال جام کې تر اووم مقام اخېستلو وروسته هېواد ته راستنه شوه.
د کرکټ بورډ دغه فېسبوک پوسټ ته دوه نیم سوه کرکټ څارونکو او مینوالو تبصرې پرېښي، چې ډېریو هغوی یې په لوبغاړو نه بلکې په کرکټ بورډ او رهبرۍ غړو منفي تبصرې او غبرګونونه ښودلي دي.
ځېنو یې لیکلي چې د دغو تنکیو ځوانانو استعدادونه د ستایلو دي؛ خو ترڅو چې پخواني کسان د کرکټ بورډ په څوکیو کې وي؛ دا وړۍ به شړۍ نه شي.

ځېنو یې بیا لیکلي، چې لوبډله له څلورم مقام سره تللې وه او له اووم مقام سره راستنه شوه، دا نو څنګه لاسته راوړنه ده.
دغو مبصرینو کې بیا ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړي راتلونکي اتلان بللي او هېواد ته د راتګ ښه راغلاست یې ورته ویلی دی.
لا نړیوال جام وړاندې د رئیس احمدزي خبرې او اټکل
له نړیوال جام وړاندې د تمریناتو پرمهال سویلي افریقا کې د نولس کلنو روزونکي رئیس احمدزي ویلي وو، چې د دوی هڅه دا ده، چې تر نیمه پایلوبو او یا هم تر پایلوبې ورسېږي.
رښتیا هم افغان لوبډله په لومړي پړاو کې تر دوو بریاوو وروسته کواټرفاینل پړاو ته ورسېده؛ خو هلته یې له پاکستان څخه ماته وخوړه او نیمه پایلوبې ته ونه رسېده، په پنځم مقام یې له اسټرالیا سره لوبه وکړه؛ هلته هم ماته شوه او په اووم مقام له سویلي سره په لوبه کې افغان لوبډله بریالۍ شوه.
دوو ماتو افغان نولس کلنو کرکټ لوبډلې په نړیواله سطحه کې ستر زیان ورساوه
لومړی : پاکستان ته مو په حساس پړاو کې لوبه وبایلله، دې لوبې ګټل زمونږ لپاره ډېر مهم وو، ځکه مونږ یې په ګټلو سره نیمه پایلوبو ته رسېدلو او په نیمه پایلوبه کې مو که بنګله دېش یا نیوزیلېنډ ته ماته ورکړې وه؛ نو پایلوبې ته تګ حتمي وو؛ خو د پاکستان له ماتې سره مونږ له لومړي، دویم او درېیم احتمالي مقامونو څخه پاتې شو.
دویمه ماته او افغان لوبډلې ته په نړیوال سټېج کې تاوان
له اسټرالیا سره په پنځم مقام لوبه او زمونږ شاتګ، اسټرالیا ته د لوبې بایلل د دې سبب شول، چې مونږ نه پنځم مقام واخېست او نه هم شپږم بلکې مقام ته یې ورسولو.
دې دواړو لوبو بایللو په نړیوال لېول کې زمونږ لوبډلې ته لومړي، دویم، درېیم، څلورم، پنځم او شپږم څخه کې د پاتې کېدو چانس ورنکړ او اووم مقام ته یې یوړو.
دې چارې د ۲۰۱۸ م کال څلورم څخه مونږ اووم مقام ته ورسولو.
راتلونکي کې حللارې

کله چې هم داسې لوبې راځي باید ژره تر ژره افغان کرکټ بورډ داسې یوه لوبډله جوړه کړي، په رښتیني ډول لوبغاړي باید له ازموینو بریالي شي او بیا لوبډله کې ځای ورکړل شي.
د لوبغاړي فزیکي او ذهني شتون باید دواړه مطالعه کړل شي، چې کوم لوبغاړي ذهنن او په فزیکي ډول لوبې ته برابر وي.
بل هغه لوبغاړي باید سکواډ واچول شي، چې کافي ټچ او فوم کې وي.
لوبډله باید متوازنه وي، بالران، الراونډران، سپېن بالران، فسټ بالران، توپ وهونکي او باتجربه لوبغاړي پکې باید شتون ولري.
هغو ځایونو کې باید لوبغاړو ته تمریناتي کمپ جوړ شي، کوم ځای کې چې لوبې وي؛ ترڅو لوبغاړي له کنډېشن او اب و هوا سره توافق وکړي او له فشار پرته ولوبېږي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د الوتنې مکمل ښځینه ټیم؛ له کابله تر هراته ۹۰ دقیقې تاریخي الوتنه

لیکوال: مهر تاج - برخه : افغانستان

له کابل څخه تر هرات پورې ۹۰ دقیقې الوتنه په افغانستان کې تاریخي وبلل شوه، ځکه چې د پیلوټانو په شمول ټولې الوتکې عمله ښځېینه وي. خصوصي هوایي شرکت “کام ایر” دغه الوتنه ولمانځله ، ... نور ولولئ