افغان معلولینو په نیمه پایلوبه کي د انګلستان څخه ماته وخوړه

ليکنه: صابر حميدي
د معلولینو ترمنځ د کرکیټ په نړیوال سریز کي د سې شنبې په ورځ افغانستان او انګلستان معلولینو ملي لوبډلو نیمه پایلوبه ترسره کړه، چي افغانستان په کم توپیر ۱۰ منډو د انګلستان څخه ماته وخوړه او د مخکي تګ څخه پاته سوه.
په یاده لوبه کي انګلستان پچه وګټله او لومړی ئې توپوهنه وکړه.
انګلستانۍ لوبډلي په ټاکلو شل آورونو کي د ۷ ویکیټو په تاوان ۱۴۷ منډي جوړي کړې او افغان لوبډلي ته ئې د ۱۴۸ منډو هدف وټاکی.
د انګلستان دوه ـ دوه لوبغاړي شیرن آغا او جمیل وسوځول.
کله چي افغان معلول لوبغاړي د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته سول په ټاکلو شل آورونو کي ئې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۸ منډي جوړي کړې او په دې سره ئې په یاده نیمه پایلوبه کي د انګلستانۍ لوبډلي څخه په ۱۰ منډو توپير ماته وخوړه.

د افغانستان لپاره شعیب محسن ۲۲ ناسوځېدلي او محمدنبي بیا ۲۰ منډي جوړي کړې.
د معلولینو کرکیټ لوبغاړو ترمنځ په دې نړیوال سریز کي افغان لوبډلي نور خپل سفر پاي ته ورساوه.
په دې رسمي سفر کي افغان لوبډلي د ۵ لوبو څخه ۳ وګټلې او ۲ ئې بیا وبایللې.
افغان لوبډلي په لومړي پړاو کي بنګله دېش، پاکستان او انګلستان ته ماته ورکړه، خو له هندوستانه ئې بیا ماته وخوړه او ورپسي په نیمه پایلوبه کي ئې د انګلستان څخه ماته ومنله.
د دې سیالیو پایلوبه نن سې شنبه هند او انګلستان ترسره کوي.
دا سیالۍ د رواني اګسټ میاشتي په پنځمه نېټه د انګلستان په کوربتوب د افغانستان، انګلستان، هندوستان، پاکستان او بنګله دېش هیوادونو ترمنځ پیل سوې.

وروستي مطالب