مارچ 8, 2021

افغان لوبډلې برید ګر اوپنر او د شهزاد ملګری پیدا کړ

Advertisements

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د یو اوږد ځنډ وروسته د ۲۰ اوریزه سیالیو چټک پیلز لوبغاړی پیدا کړ، چې ښايي د شهزاد محمدي جوړه هم برابره شي.
د کرکټ ملي لوبډلې کې د لمړي ځل لپاره چپ لاسي اوپنر حضرت الله ځاځي ته د ایرلینډ خلاف موقع ورکړل شوه، چې نوموړي هم ځان پوره پوره ګټور ثابت کړ.
حضرت ځاځي، چې په کور دننه د ویسټ اندیزي چپ لاسي لوبغاړي کریس ګیل په نوم سره یادیږي، د خپل نړیو ال کرکټ په دویمه او د ایرلینډ خلاف په لمړۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ کې یې د ۸ څلوریزو او ۶ شپږیزو پرمټ ۷۴ منډې جوړې کړې او هم یې ورپسې په دویمه ۲۰ اوریزه سیالۍ کې د ۷ شپږیزو او ۶ څلوریزو پرمټ ۸۲ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې هم په دواړو لوبو کې بریا خپله کړه.
نوموړی د ایرلینډ سفر په روان سیریز کې د ۱۵۶ منډو سره مخکښ توپ وهونکی دی، چې لا هم بل کوم افغان یا هم ایرلینډي لوبغاړي منډې تر ۱۰۰ نه دي رسولې.
له دې ښکاري، چې افغان لوبډله خوش بخته ده، چې د مودو وروسته یې دغه ډول بریدګر پیلیز توپ وهونکی پیدا کړ او د شهزاد د اوپنینګ ملګرتیا ته جوړه برابره شوه.
که څه هم دغه لوبغاړی د هر ډول بالر خلاف بریک نه نیسي، خو ښکاري، چې د سپین بالینګ خلاف یو څه ستونزه لري او افغان کرکټ بورډ که یې سر له اوسه غم وخوري، نو ښايي چې تر ډيره د افغان لوبډلې په درد دوا شي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره د کریم صادق او نور علي ځدران د اوپنینګ جوړې وروسته د نږدې ۶ کلونو مودې راهیسې د شهزاد محمدي سره دوام داره ملګری برابر نشو او دغه موده کې څو اوپنران هم و ازمویل شول.
د یادونې وړ ده، چې نه یواځې په ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې د افغان لوبډلې اوپنینګ د ستونزو سره مخامخ دی؛ بلکې د ۵۰ اورونو په سیالیو کې هم د نور علي ځدران وروسته د شهزاد ملګری نه برابریږي، په داسې حال کې چې افغان لوبډله به په راتلونکي ۲۰۱۹ م کال د انګستان په کوربه توب د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې هم ګډون کوي، چې لا د وړاندې افغان لوبډلې سر خوږی دی.

فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ