افغان لوبډله یو سخت مزل مخته لري.

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ليکنه: سمیع الله درانی
څو ورځې وړاندې پر فېسبوک ځېنې اوازې خپرې شوې، چې افغانستان به ډېر ژر له سریلانکا سره سیریز وکړي، بیا اوازې شوې چې افغانستان به له پاکستان سره سیریز وکړي؛ خو دغه هسې اوازې وې ، نه کرکټ بورډ او نه هم د کرکټ نړیوالې شورا داسې څه تاید کړي دي.
بله زه خپله د کرکټ بورډ له ویاند سره وغږېدم، چې هغه هم په لنډ وخت کې له دغو لوبډلو سره سیریزونه رد کړل.
د نړۍ ورزشي وېب پاڼې چې د کرکټ په برخه کې فعالیت کوي، دوی لیکلي چې افغانستان به د ۲۰۲۰ م کال په مارچ میاشت کې درې یو ورځنۍ او یوه ټېسټ لوبه له ایرلېنډ سره ترسره کړي.
د افغانستان او ایرلېنډ ترمنځ د سیریز یواځې میاشت معلومه ده او دقیقه ورځ یې بیا نه ده معلومه.
افغانستان تراوسه څلور ټېسټ لوبې د بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلې په توګه ترسره کړي، چې دوه یې ګټلي دي او دوه یې بایللي دي.
468 افغان لوبډله یو سخت مزل مخته لري.
هند افغانستان ته په لومړۍ ټېسټ لوبه کې ماته ورکړه، ورپسې افغانستان خپله دوهمه او د ایرلېنډ خلاف لوبه کې بری خپل کړ، افغانستان په ۷ وېکټو ایرلېنډ ته ماته ورکړه.
دریمه ټېسټ لوبه افغانستان په ۲۰۱۹ م کال کې له بنګله دېش څخه وګټله او څلورمه ټېسټ لوبه افغانستان له ویسټ انډیز سره وکړه، چې افغانستان له ویسټ انډیز څخه په ۱۹ وېکټو ماته وخوړه.
افغانستان د ۲۰۲۰ م کال په مارچ میاشت کې له ایرلېنډ سره دوهمه او په ټوله کې پنځمه ټېسټ لوبه کوي.
افغانستان په راتلونکي کې تر ۲۰۲۳ م کال پورې له پاکستان، نیوزیلېنډ، اسټرالیا، ویسټ انډیز، انګلستان، بنګله دېش او سریلانکا سره لوبې لري.
دې لوبو کې به ټېسټ، یو ورځنۍ او شل اوریزې لوبې شاملې وي.
دا منو چې افغان لوبډلې له ۲۰۰۱ م کال څخه تر ۲۰۱۹ م کال پورې پوره پرمختګ کړی دی، له دریمه درجه هېوادونو څخه تر ۲۰۰۷ م کال پورې دویمه درجه هېوادونو ته رامخته شو، له ۲۰۰۹ م کال څخه تر ۲۰۱۹ م کال پورې د بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو په نوملړ کې ورداخل شو.
افغان لوبډلې په ۲۰۱۰ م کال کې د لومړي ځل لپاره په شل اوریز نړیوال جام کې؛ چې ویسټ انډیز کې ترسره شو، ګډون وکړ؛ دې لوبډلې هند او افریقا ته دواړه ګروپي لوبې وبایللې او له سیالیو بهر شوه.
۲۰۱۴ م کال کې یې د اسیا پنځوس اوریز جام په لړ کې بنګله دېش ته ماته ورکړه، خو سریلانکا، هند او پآکستان ته یې لوبې وبایللې.
۲۰۱۵ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې افغانستان یواځې سکاټلېنډ ته ماته ورکړه، بنګله دېش، اسټرالیا او نیوزیلېنډ ته یې لوبې وبایللې.
۲۰۱۶ م کال شل اوریز جام کې افغان لوبډلې یو ځل بیا ګډون وکړ، چې یواځې ویسټ انډیز ته مو ماته ورکړه.
له دې وروسته افغانستان له زِمبابوې، ایرلېنډ او بنګله دېش سره لوبلړۍ وکړې، زِمبابوې او ایرلېنډ ته یې ماتې ورکړې؛ خو بنګله دېش بیا د یو بشپړ غړیتوب لرونکي هېواد په توګه افغانستان سره لاس او پنجه وهله؛ خو بیا پرې هم د افغانستان د بریاوو تله درنده وه.
د افغانستان سخت مزل
649 افغان لوبډله یو سخت مزل مخته لري.
دا چې اوس مونږ هم له افغانستان څخه د پرمختګ تمه لرو؛ خو دا تمه باید ډېره خوشبینانه نه وي؛ دا ځکه چې مخکې افغان لوبډلې له ایرلېنډ، سکاټلېنډ، نېدرلېنډ، زِمبابوې، بنګله دېش، نمېبیا، عربي متحده اماراتو، عمان، هانکانګ، کاناډا او کینیا سره لوبې درلودې؛ خو اوس د بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلې په توګه د نړۍ لسو ځواکمنو لوبډلو سره مخ کېږو.
د هند خلاف باید مونږ د سترو بریاوو تمه ونه کړو، د اسټرالیا خلاف بیا زمونږ حالت ډېره پورې دفاعي وي، د انګلستان خلاف لوبو کې باید مونږ خپل رېنکېنګ ته په پآم لوبې وکړو، د سریلانکا، پاکستان، نیوزیلېنډ، افریقا خلاف باید زمونږ لوبې دومره وي، چې حداقل د لوبو په ډول وي؛ نه دا چې په ډېرو سترو توپیرونو لوبې وبایلو.
په بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو کې مونږ له سریلانکا، بنګله دېش، ویسټ انډیز او څه ناڅه له پاکستان سره، متوازنې لوبې کولای شو؛ خو له دې وراخوا لوبډلو سره بیا زمونږ د مثبتې لوبې سلنه ډېره کمه ده.
په نړیوال پنځوس اوریز جام کې مو پایله ولیدله، چې بالکل منفي وه.
د ویسټ انډیز خلاف یو ورځنیو لوبو کې مو د توپ وهنې برخه ډېره پورې کمزورې وه او د فسټ بالېنګ برخه مو هم چندانې مزه ناکه نه وه.
که افغانستان راتلونکي کې د بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو سره لوبلړۍ کوي؛ نو د لسم مقام څخه په ټېسټ او یو ورځنیو لوبو کې د لوېدو امکان شته.
تاسې مخکې لیدلي وو، چې زِمبابوې د کرکټ یوه بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډله وه؛ خو د افغانستان او ایرلېنډ په ځلېدلو سره زِمبابوې وروسته شوه.
نو افغانستان که چېرته ښې لوبې ونه کړي او د کرکټ نړیوالې شورا رضایت تر لاسه نه کړي؛ له بد څخه بدتر خواته تللی شي.
دا چې افغان لوبډله راتلونکي کې ښه وځلېږي، باید ښه لوبغاړي وګوماري، د توپ وهنې او توپ اچونې برخه پوره پیاوړې کړي، ټایلېنټ یا وړتیاوو ته باید په لوبډله کې ځای ورکړل شي.
توپ وهونکي، الراونډران، فسټ بالران او سپېن بالران باید په توازن او تعادل سره انتخاب شي.
د هېواد کرکټ ملي لوبډله هغه وخت پیاوړې کېدای شي؛ چې کله شپاړس کلنې لوبډلې، ۱۹ کلنې او ایمرجېنګ لوبډلې دقیقې انتخاب شي او له دغو لوبډلو څخه په بشپړ ډول وړ لوبغاړي ملي لوبډلې ته ورپورته کړل شي.
راتلونکو میاشتو کې افغان لوبډله او کرکټ بورډ پوره زیار ته اړتیا لري
په راتلونکو ۸ یا ۹ میاشتو کې باید د افغانستان کرکټ بورډ، غوراوي کمېټه او لوبغاړي پوره زیار وباسي؛ ځکه چې د ۲۰۲۰ م کال په سپټمبر میاشت کې شل اوریز اسیا جام کې لوبېږو او د ۲۰۲۰ م کال د اکټوبر په ۱۸ مه نېټه نړیوال جام په اسټرالیا کې کېږي، چې هغو سیالیوکې هم زمونږ لوبډله داخله ده.
که څه هم په شل اوریزو لوبو کې نسبت ټېسټ او یو ورځنیو لوبو ته ښه یو؛ خو د بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو پر وړانډې باید زمونږ مُرال لوړ او تجربه پخه وي.
مطلب دا چې که افغان لوبډله پرمختګ غواړي؛ باید سخت مزل وکړي او سختې لوبډلې ماتې کړي؛ نو بیا به د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ رضایت ترلاسه کړي.

About ياران ټیم 3432 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.