ټاکل سوې افغان او کرکیټ ملي لوبډلي د افغانستان په کوربتو هند هیواد کي د درو شل آوریزه سیالو د لړۍ څخه وروستۍ او درېیمه لوبه نن سې شنبه ترسره کړي.
د افغانستان او ایرلینډ کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د افغانستان په کوربتوب هند هیواد کي د تیري جمعې په ورځ د درو شل آوریزه سیالیو لړۍ پيل سوه.
په لومړۍ شل آوریزه لوبه کي د تیري جمعې په ورځ افغانستان ایرلینډ ته په ۱۱ منډو ماته ورکړه او په دوهمه شل آوریزه لوبه کي ئې بیا پرون یکشنبه ایرلینډ ته په ۲۱ منډو توپير ماته ورکړه.
په دې سره افغانستان د ایرلینډ څخه د شل آوریزه سیالیو دا لړۍ وګټله، خو د لړۍ وروستۍ او درېیمه لوبه ئې لا پاته ده، چي نن یکشبنه به ترسره سي.
افغان کرکیټ بورډ وايي، چي دا لوبه نن سې شنبه ماپښین ۱ بجه ترسره کیږي.
د بورډ په خبره، چي د یادي لوبي تر پای ته رسېدو وروسته به د لړۍ ځانګړی سوی جام افغان لوبډلي ته ورکړل سي.
که ننۍ لوبه افغانستان وګټي، نو لړۍ به ۳ پر ۰ د ایرلینډ څخه خپله کړي او که ئې بیا وبایلل، نو د ایرلینډ څخه به لړۍ ۲ پر ۱ وګټي.
ادم سمېټ: د مې په لومړۍ نېټه له افغانستان څخه سرتېرې نه وباسو
Advertisements د امریکا د استازو جرګه کې د وسله وال پوځ د خدمتونو د کمېټې مشر ادم سمیټ ویلي داسې نه ښکاري چې امریکا به د مې په لومړۍ نېټه له افغانستان څخه ووځي. سمیټ ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي