فبروري 26, 2021

افغان لوبډله نن د کوربه زیمبابوې خلاف بخت ازمايي

د زیمبابوې په کوربه توب د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالۍ، چې د مارچ میاشتې په ۴ مه نېټه د تیرې یکشنبې په ورځ پیل شوې، پکې افغان کرکټ ملي لوبډلې په لمړۍ لوبه کې د سکاټلینډ خلاف ماته وخوړه.
افغانستان د سکاټلینډ خلاف په لمړۍ توپ وهنې سره د محمد نبي عیسی خیل د ۹۲ منډو جوړولو سره د سکاټلینډ لوبډلې ته د ۲۵۶ منډو هدف ورکړی و، خو سکاټلینډۍ لوبډلې دغه هدف د ۳ ویکټو په زیان سره د کالم میکلیوډ د ۱۵۷ ناسوځیدولو منډو جوړولو سره په اسانۍ سره ترلاسه کړ او افغان لوبډلې ته یې د کلونو انتظار وروسته په مهمې سیالۍ کې ماتې ورکړه.

د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د ورتګ په موخه د روان ۲۰۱۸ م کال په همدې مارچ میاشت کې د ۱۰ لوبډلو په ګډون د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړوا سیالۍ پیل شوې دي، چې پکې ۴ د بشپړ غړیتوب لرونکې او ۶ د دویمې درجې لوبډلې شاملې دي.
د دغه جام سیالیو په لمړۍ ورځ افغانستان د سکاټلینډ، نیپال د زیمبابوې، هالینډ د ایرلینډ او پي این جي د متحده عربي اماراتو لوبډلو څخه ماتې وخوړې.
افغان کرکټ ملي لوبډلې په خپلې لمړۍ لوبه کې ماتې خوړلې ده، خو که په خپل ګروپ کې په پاتې ۳ سیالیو کې د زیمبابوې، هانګ کانګ او د نیپال خلاف بریاوې خپلې کړي، نو دویم پړاو ته تګ یې اسانه کیدای شي.
د دواړو افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به سیالي نن د افغانستان پر وخت د غرمې په ۱۲ بجو سره پیل شي، په داسې حال کې چې افغان لوبډلې په خپلې لمړۍ لوبه کې ماتې خوړلې، خو زیمبابوې په ستر توپیر سره د نیپال خلاف بریا خپله کړې ده او په روان ټورنمنټ کې یې د ۳۸۱ منډو ستر هدف هم ټاکلی دی.
د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام ۵۰ اوریزه سیالیو کې به ټولې ۱۰ لوبډلې ولوبیږي، چې د پوره عړیتوب ۸ لوبډلې ( اسټرالیا، هندوستان، پاکستان، سریلنکا، جنوبي افریقا، انګلستان، نیوزیلینډ او بنګله دیش ) لا د وړاندې پکې ځای لري، خو پاتې ۲ لوبډلې به د همدې غوراوي پړاو سیالیو څخه ورته لار پیدا کړي.

کوپټیل؛ په نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې زیاتې شپږیزه وهونکی لوبغاړی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د نیوزیلنډ د کرکټ ملې لوبډلې پیلیز لوبغاړي مارټین کوپټیل د اسټرالیا په وړاندې لوبه کې په ۵۰ توپونو ۹۷ منډې وکړې، چې ۸ شپږیزې او ۶ بیا څلوریزې شاملې وې. ... نور ولولئ