افغان لوبډله له ایرلینډ سره د سیالیو لپاره د انګستان پر لور

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ایرلینډ خلاف د راتلونکو ۲۰ اوریزه او ۵۰ اوریزه سیالیو د ترسره کیدو او لا چمتوالي په موخه د انګلستان پر لور سفر کوي.

 د افغان کرکټ بورډ د رسنیو برخې د معلوماتو له مخې د هېواد د کرکټ ملي لوبډله به سر له سبا انګلستان ته د تمریناتو لپاره سفر وکړي، چې موخه ترې د ایرلینډ خلاف اوسنیو او د ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام سیالیو ته چمتوالي دی.

د ایرلینډ کرکټ بورډ په کوربه توب د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په راتلونکې اګسټ میاشت کې ۳ پنځوس اوریزه او ۳ شل اوریزه سیالیو لړي پلان شوې ده، چې د اګسټ میاشتې په ۲۰ مه نیټه په لمړۍ ۵۰ اوریزه سیالي سره پیل کیږي.

 افغان کرکټ بورډ دغه سیالیو ته خپلې دوه لوبډلې اعلان کړې، چې د ۲۰ اوریزه سیالیو په نوملړ کې شهزاد محمدي، عثمان غني، حضرت الله ځاځی، اضغر ستانکزی، محمد نبي عیسی خیل، سمیع الله شینواری، شفیق الله شفق، نجیب الله ځدران، ګلبدین ناییب، راشد خان، مجیب الرحمن، میرویس اشرف، افتاب عالم، فرید ملک او د ۵۰ اوریزه سیالیو لپاره په ۱۶ کسیزه لوبډله کې د شهزاد محمدي ترڅنګ جاوید احمدي، احسان الله جنت، اضغر ستانکزی، محمد نبي عیسی خیل، سمیع الله شینواری، حشمت الله شاهدي، نجیب الله ځدران، ګلبدین ناییب، راشد خان، مجیب الرحمن، دولت ځدران، افتاب عالم سعید شیر زاد او وفا دار مومند ته ځای ورکړل شوی دی.

 نږدې ۸ میاشتې وړاندې افغان کرکټ ملي لوبډلې د همدې ایرلینډ خلاف د تیر ۲۰۱۷ م کال په وروستۍ ډیسمبر میاشت کې ۳ پنځوس اوریزه سیالۍ ترسره کړې، چې پکې افغانستان ۲ د ۱ مقابل کې ماتې وخوړې، خو له هغې وړاندې افغان لوبډلې د ۲۰۱۷ م کال په مارچ میاشت کې ایرلینډ ته د ۵ یو ورځینیو او درې ۲۰ اوریزه سیالیو په پرلپسې دوه لړیو کې ماتې ورکړې وې.