د افغانستان کرکیټ ملي لوبډلي له اوږده ځنډه وروسته نن یکشنبه یو میاشتنی تمریناتي کمپ پيل کړ، چي لوبغاړي به په بیلابیلو برخو کي تمرینونه ترسره کړي.
دا تمریناتي کمپ د کابل په کرکیټ لوبغالي کي پيل شو، چي پکښي ۲۲ تنو لوبغاړو ګډون کړی.
د کرکیټ نړیوالي شورا ویلي، چي افغان لوبډله قوي راوګرځېدله او د دې هیواد ۲۲ لوبغاړو تمریناتي کمپ پیل کړ.
په یاد تمریناتي کمپ کي دا ۲۲ افغان لوبغاړي شامل دي:
« لوبډلمشر اصغر افغان، رحمن الله ګربز، حضرت الله ځاځی، کریم جنت، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، ګلبدین نایب، راشدخان، نوین الحق، شاپور ځدراڼ، قیس احمد، مجیب الرحمن، عظمت الله عمرزی، سمیع الله شینواری، عثمان غني، محمد شهزاد، سعید شېرزاد، دروېش رسولي، ظاهرخان پکتین، فرید ملک، حمزه هوتک او شریف الدین اشرف.»
افغان کرکیټ بورډ پرون شنبه وویل، چي یاد تمریناتي کمپ به د کرکیټ نړیوالي شورا، د روغتیا نړیوال سازمان او د افغانستان عامي روغتیا وزارت د لارښوونو په چوکاټ کي د کرونا په وړاندي د ټولو لارښوونو او روغتیايي اُصولو په مراعتولو سره ترسره شي.
په همدې موخه پرون شنبه په کرکیټ بورډ کي یوه ناسته ترسره شوه، چي افغان لوبغاړو پکښي ګډون کړی وو.
په دې ناسته کي د کرونا مخنیوي په وړاندي د ټولو تدابیرو مراعتولو په موخه لوبغاړو ته عامه پوهای ورکړل شو، چي څنګه خپلي روغتیا ته پاملرنه وکړي.
افغان لوبغاړو ته تمرین ورکوونکي روزونکي وايي، په یاد روزنیز کمپ کي به د لوبغاړو پر تکړښت، غوره توپ اچوني او توپوهني او د راتلونکو ټولو سیالیو لپاره د دوی پر پوره چمتوالي کار وشي.