افغان لوبډله د کرکټ نړیوال جام وروستۍ لوبه ترسره کوي !

د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډله د نړیوال جام سیالیو په خپلې وروستۍ لوبه کې د دریم مقام خپلولو لپاره د پاکستان خلاف د لوبې ډګر ته وځي.
دواړو افغانستان او پاکستان خپلو سیالانو اسټرالیا او هندوستان ته په نېمه پای لوبو کې ماتې وخوړې او د دغه جام د مخکې تګ څخه پاتې شول، خو د دریم او څلورم مقام خپلولو لپاره نن په سیالۍ کې مخامخ کیږي.
دا دویم ځل دی، چې افغان او پاکستانۍ لوبډله د همدې نړیوال جام په سیالیو کې سره مخامخ کیږي، چې په لمړۍ لوبه کې افغان لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړې وه.
که افغانستان د نن شپې په سیالۍ کې هم پاکستان ته ماتې ورکړي، نو د دریم مقام خپلولو ترڅنګ به په دې جام کې د دویم ځل او په وروستیو څلور سیالیو کې به پاکستان ته مسلسل څلور ماتې ورکړي.
د داوړو لوبډلو ترمنځ سیالي به نن د شپې او د سبا سهار په ۲ بجو سره پیل کیږي، چې د سټار سپورټ ټلویزیون د پردې له مخې په ژوندۍ بڼه خپره شي.

کرکټ بورډ وايي، تېرو دریو میاشتو کې یې له ۱۰۰ زیاتو شکایتونو ته رسیده‌ګي کړې

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

افغان کرکټ بورډ د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د چارو د لا ښه والي، د لا ډېر شفافیت د رامنځته کولو، ستونزو ته د رسیدګۍ او د ټولو ... نور ولولئ