مارچ 6, 2021

افغان لوبډله د انګلستانۍ لوبډلې خلاف راتلونکې سیالۍ ته تیاری نیسي !

Advertisements

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ایرلینډ سفر د تیاریو په موخه د انګلستان پر لور خوځیدلې، چې اوس مهال په تمریناتو بوخته ده.

د ایرلینډ هېواد په کوربه توب د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د روانې عیسوي اګسټ میاشتې د ۲۰ مې نیټې څخه د درې ۲۰ اوریزه او درې ۵۰ اوریزه سیالیو لړۍ پلان شوې ده، چې د چمتوالي په موخه یې افغان کرکټ بورډ خپله لوبډله د تمریناتو په موخه انګلستان ته لیږلې ده.

د کرکټ (اي ایس پي این) ویب پاڼې د معلوماتو له مخې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د ایرلینډ خلاف د سیالیو وړاندې د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې د یو شمیر پخوانیو لوبغاړو سره یوه دوستانه سیالي ترسره کړي.

د معلوماتو له مخې دغه دوستانه سیالي به ۸ ورځې وروسته د روانې اګسټ ماشتې په ۱۵ مه نیټه په انګلستان کې ترسره شي.

له دې دوستانه سیالۍ وروسته به افغان لوبډله د خپلو راتلونکو رسمي سیالیو د ترسره کیدو په موخه د ایرلیند په لور روانه شي او د ۶ لوبو لړۍ په لمړۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ سره پیل شي.

د مهالویش له مخې د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به د اګسټ میاشتې په ۲۰ مه نیټه لمړۍ ۲۰ اوریزه، دویمه په ۲۲ مه او دریمه ۲۰ اوریزه سیالي به په ۲۵ مه نیټه ترسره شي.

همدا راز د درې ۵۰ اوریزه سیالیو لمړۍ به د اګسټ میاشتې په ۲۷ مه، دویمه په ۲۹ مه او د دغه سیالیو د لړۍ وروستۍ لوبه به د همدغه میاشتې په ۳۱ مه نیټه سره پای ته ورسیږي.

لټي، سببونه او چاره یې !!

لیکوال: ياران، جلال اباد - برخه : روانې سلامتي

Advertisements د کامران مشال لیکنه  لټي د کار نه کولو هیله ده. داسې چې زړه دې غواړې کرار پروت اوسې او یا پر مجلسونو او ساعتیریو بوخت اوسي او هیڅ کار ونه کړې. د لټۍ ... نور ولولئ