د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ۲۰۱۷ م کال د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ اسیايي جام سیالیو کې د ګډون پر مهال افغان لوبډلې خپلو ټولو سیالانو ته ماتې ورکړې وې، خو په لومړي راونډ کې يې د سریلنکا څخه خپله ماتې خوړلې وه.
د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو په مهالویش کې بیا هم افغانستان د پاکستان، سریلنکا او ایرلینډ سره په یو ګروپ کې ځای لري.
افغان ۱۹ کلنې لوبډلې د تیر اسیايي جام سیالیو په څیر یو ځل بیا د پاکستان ۱۹ کلنې د کرکټ ملي لوبډلې ته د نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې ماتې ورکړه، خو د سریلنکا خلاف بریا ته چمتوالی نیسي.
دواړه د افغانستان او سریلنکا د کرکټ ۱۹ کلنو ځوانانو ملي لوبډلې نن شپه ۲ بجې په سیالۍ کې سره مخامخ کیږي.
که څه هم افغان لوبډلې د ګروپ سر سختې لوبډلې ته ماتې ورکړې ده، خو د سریلنکا خلاف به لا هم د اسیايي جام د سیالۍ د ماتې ډار ولري.
له بلې خوا د کرکټ ۱۹ کلنو لوبډلې لوبغاړو هېوادوالو ته ډاډ ورکړی دی، چې د نړیوال جام سیالو ته د پوره چمتوالي سره راغلي دي. د دوي په وینا د هیڅ لوبډلې پر وړاندې به د ویرې احساس نه کوي او د خپلو هېواد والو په دعا به د هرې لوبډلې پر وړاندې د بریا هڅه کوي.
د کرکټ ۱۹ کلنو ځوانانو د نړیوال جام سیالیو ۱۲ م پړاو د ۱۶ لوبدلو په ګډون د نیوزیلنیډ په کوربه توب سره پیل شوی دی، چې پکې افغان لوبډله د بل هر ځل په نسبت دا ځل ښه ځلیدونکې او نورو لوبډلو ته د یو ټارګیټ یا هدف په نښه شوي لوبډلې په توګه ګرځیدلې ده، چې له ټولو وړاندې پاکستان لمړی هدف کړې وه.
د افغانستان او سریلانکا د ۱۹ کلنو د ټیمونو د ننۍ لوبې په اړه ستاسو اټکل څه دی؟ په تبصره ( کمینټ ) کې یې ولیکئ.
د بې وسۍ انتها؛ پلار مې پڼځوس کلن بوډا ته واده کړم
Advertisements سهار وختي له کوره د پوهنتون په لور پر لاره و، چې ناڅاپي مې سترګې په يوې داسې مېرمن ولګېدې، چې ظاهري حالت يې له وايه وضاحت ته اړتيا نه درلوده. تر ستړي مشي ... نور ولولئ