رسنۍ سپورټ نړیوال کرکټ

افغان لوبډلمشرته  ۵ سترې ننګونې.

ليکنه: سميع الله درانی

افغان لوبډله په نړیوال جام کې تر بې ثباتۍ وروسته بېرته په پښو درولو لپاره راشدخان ته په درې واړو ډولونو لوبو کې لوبډلمشري ورکړل شوه، یو ځوان او نوی لوبډلمشر د لومړي ځل لپاره ځوانه افغان لوبډله رهبري کوي.

د دغه ځوان لوبډلمشر پر وړاندې ځېنې ننګونې شته، چې باید دغه ننګونې دی درک کړي او باید پرې بریالی هم شي.

لومړۍ ننګونه

راشدخان ځوان دی او دا یې لومړی ځل دی، چې په ټېسټ لوبه کې لوبډلمشري کوي، د ځوان او نوي لوبډلمشر لپاره چې تجربه یې هم کمه وي، په ټېسټ لوبه کې د بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلې د لوبډلمشر په توګه د ده لپاره یوه ستره ننګونه ده، دی باید ښه لوبډلمشري وکړي او له لومړي سره باید ځان ثابت کړي، چې رښتیا هم د لوبډلمشرۍ لایق دی.

دا چې راشدخان ته په افغان لوبډله کې د یو غوره کرکټ لوبغاړي په توګه کتل کېدل؛ خو نړیوال جام کې تر نه ځلیدلو وروسته یې محبوبیت څراغ یو څه تت شو.

اوس ورته بیا د افغانانو پر وړاندې ستر مسئولیت ورسپارل شوی، که ډاډه ونه لوبېږي، ښایي بیا یې ستونزه پراخه شي او وټکېږي.

دوهمه ننګونه

د ډګر ساتنې برخې ته پاملرنه دوهمه برخه ده اوس د ده تجربه معلومېږي، چې دی ډګر ساتونکي څنګه تنظیموي او د مقابلې لوبډلې توپ وهونکي په څه ډول له پولو لوبولو منع کوي او تر فشار لاندې یې راولي.

له مشر روزونکي پرته د لوبډلې لوبډلمشري د راشدخان لپاره دریمه ستره ننګونه ده

که څه هم فېل سېمونس په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې مشر روزونکی و؛ خو په نړیوال جام کې د لوبډلې پر له پسې ۹ ماتو هغه هم مایوسه کړ او بالاخره یې لوبډلې سره قرارداد پای ته ورسېد، اوس راشدخان ته د یو ښه روزونکي په نشتون کې لوبډلمشري ورپه غاړه ده او دا به د ده لپاره ستره ننګونه وي، چې افغان لوبغاړي ښه تمرین او ترتیب کړي.

که څه هم اوس انډي مولز د غوراوي کمېټې د مشرۍ سربېره د روزونکي دنده هم مخته وړي؛ خو دنده ورته ستونزمنه کېدای شي.

د یو ښه کوچ نشتون په راشدخان فشار زیاتولی شي.

څلورمه ننګونه لوبډلمشرۍ سره د هغه مثبته کارکرده ګي

ځېنې لوبغاړي چې د بل تر لوبډلمشرۍ لاندې لوبېږي، پوره ډاډه او له فشار پرته لوبېږي او لوبه یې بیا له لاسته راوړنو ډکه وي؛ خو دا چې ځېنو لوبغاړو ته بیا لوبډلمشري ور په غاړه شي؛ نو د زیات فشار له امله یې پرفامېنس له ستونزو سره مخ کېږي؛ نو د راشدخان پر وړاندې د لوبډلمشرۍ ترڅنګ د هغه مثبته لوبېدنه مهمه ده؛ که مثبت ونه شي لوبېدای دا به د هغه پر وړاندې بل ستر چلېنج وي.

پنځمه ننګونه؛ د توپ وهنې ثبات

راشدخان وخت ناوخت د بل تر لوبډلمشرۍ لاندې غوره او مثبته توپ وهنه کوي، که اوس پرې د لوبډلمشرۍ فشار زیات شي؛ نو ښایي چې توپ وهنه یې وګواښل شي او له ستونزو سره مخ شي.

که څه هم نړیوال جام کې لوبډلمشر نه و؛ خو توپ وهنه یې بیخي کمزورې وه.

له ځوانو لوبغاړو سره مرسته او د هغوی احساسول

راشدخان په ټېسټ لوبه کې څو ځوان لوبغاړي لري، چې د دوی لوبول او ځای باید درک کړي، ابراهیم ځدران، قېس احمد، احسان جنت او ظاهر خان ځوان لوبغاړي دي، راشد باید دوی سره په مثبت لوبولو کې همکاري وکړي.

راشدخان د افغانستان شل اوریز سوداګریز لیګ او شپږیزه لیګ کې لوبډلمشري کړې؛ خو نړیوالې لوبې بیا د لیګ لوبو سره په فشار او حالت کې توپیر لري.

اصغر افغان باید له راشدخان سره مرسته وکړي او وخت ناوخت باید د محمدنبي له تجربو ګټه واخلي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی