افغانستان سپورټ کرونا

د افغان لوبغاړي ګلبدین نایب هم د وېښتانو کوچني کول زده دي!

پر ټولنیزو رسنیو د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي الراونډر لوبغاړي ګلبدین نایب داسي یو عکس خپور سوی، چي د یوه کوچني هلک د سر وېښتان کوچني کوي.

ویل کیږي، چي یاد کوچنی خپله د ګلبدین نایب زوی دئ او د قرنطین په دې شپو او ورځو کي ئې وېښتان کوچني کوي.

تر دې مخکي هم پر ټولنیزو رسنیو د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي د بل نوموتي توپ اچونکي مجیب الرحمن یو داسي عکس خپور سو، چي د ابراهیم ځدران ویښته ورته جوړوي.

افغان کرکیټ بورډ پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه څو ورځي مخکي د مجیب الرحمن په ګډون د ګڼو لوبغاړو پيغامونه خپاره کړي، چي په یادو پیغامونو کي لوبغاړو له ټولو هیوادوالو غوښتني، چي په کورنو کي اوسي.

د هغه ترڅنګ ملي لوبغاړو ټولو هیوادوالو ته سپارښتنه کړې، چي خپل لاسونه په میکروب ضد مایع باندي هره ورځ څو څو ځله پریولي.

په افغانستان کي د کرونا ویروس د پراختیا له امله د ګڼ شمېر افغانانو ترڅنګ د کرکیټ افغان لوبغاړي هم قرنطین دي.

هاخوا بیا یو شمېر لوبغاړي په خپلو کورونو کي د قرنطین په مهال په تمرینونو هم بوخت دي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ