افغان لوبغاړي لومړی پاکستان او دوبۍ ته او بیا له هغه ځایه سریلانکا ته ځي

 

دا چې د اسد یا زمري په ۲۴ مه چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ مې نېټې سره سمون خوري وسله والو طالبانو په افغانستان ولکه ټینګه کړه، د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر څخه ملکي او سوداګریزې الوتنې بندې دي.

نو افغان لوبغاړي هم په دې برخه کې ایسار شول او نه شي کولای چې له دې ډګر څخه سریلانکا ته ولاړ شي.

نو افغان کرکټ بورډ مجبور شو، چې لوبغاړو لومړی د پاکستان، بیا د دوبۍ او له هغه ځایه سریلانکا ویزې واخلي، څو له پاکستان سره درې یو ورځنۍ لوبې په سریلانکا کې ترسره کړي.

د کرېک اېنفو وېب پاڼې لیکلي، چې دوی پوهېدلي چې افغان لوبغاړي به پاکستان او دوبۍ ته ځي او بیا به د سریلانکا پر لور د سفر موزې په پښو کوي.

افغان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې لوبو کابو یوه میاشت وړاندې لوبډله اعلان کړې او پاکستان تر اوسه د لوبډلې اعلان نه دی کړی.

داسې اوازې دي چې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان لوبډله به کمزورې وي، ځکه ډېر تکړه لوبغاړي ترې کېنول کېږي.

اوسمهال د پاکستان لوبډله په ویسټ انډیز کې په دویمه ټېسټ لوبه بوخته ده او لومړۍ ټېسټ لوبه ترې ویسټ انډیز په یوه وېکټ ګټلې ده.

داسې ګونګوسې دي چې ښایي پاکستان د دې لوبو ترسراوي ته زړه ښه نه کړي؛ خو دا لوبې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا ترتیب شوي دي، که چېري پاکستان لوبې ونه کړي، نو بیا نومرې افغان لوبډله ترلاسه کوي او پاکستان هیڅکله داسې نه کوي، چې افغان ټیم ته مفتې نومرې ورکړي.

یعنې پاکستان به هم حتمي دا لوبې ترسره کوي.

 

د افغانستان او پاکستان لوبې

افغانستان او پاکستان د سپټمبر په لومړۍ نېټه چې ټولې ورته اته ورځې پاتې دي لومړۍ یو ورځنۍ لوبه پیلوي.

دا لوبې د سریلانکا په راجاپاکسا لوبغالي کې چې همبنټوټا سیمه کې دی ترسره کېږي.

دویمه لوبه د سپټمبر په ۳ یمه او درېیمه یو ورځنۍ لوبه د سپټمبر په ۵ مه نېټه ترسره کوي.

افغانستان او پاکستان په نړیوال جام کې مخ شوي و، چې لوبه پاکستان په ۳ وېکټو ګټلې وه؛ خو له نړیوال پنځوس اوریز جام وړاندې دواړو لوبډلو یوه تمریني لوبه کړې وه، چې افغانستان په ۷ وېکټو ګټلې وه.

په ۲۰۱۴ اسیا جام کې هم افغان لوبډلې له پاکستان څخه ماته خوړلې وه.

 

د لوبو د وروسته کېدو شونتیا

په سریلانکا کې اوس لس ورځنی لاک ډاون یا قرنطین اعلان شوی، دا اعلان وروسته له هغې وشو، چې سریلانکا د کورونا وایروس پېښې نسبت تېرو ورځو ته زیاتې شوې.

د کرېک اېنفو وېب پاڼې دا اعلان هم کړی، چې ښایي لوبې د سپټمبر په لومړۍ نه بلکې په درېیمه پیل شي.

تېر کې افغانستان غوښتنه هم کړې وه، چې پاکستان باید دا درې یو ورځنۍ لوبې په دوو لوبغالو ورسره ترسره کړي؛ خو پاکستان یې دا غوښتنه رد کړې وه او هغوی یواځې په یوه مېدان د لوبو کولو خبره کړې ده.

افغان کرکټ بورډ څو ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې دوی د لوبو لپاره پوره چمتو دي او لوبې به ترسره کېږي؛ خو ګورو چې د پاکستان او افغانستان لوبې به په خپله نېټه ترسره شي او کنه.

 

https://www.espncricinfo.com/story/afg-vs-pak-2021-plan-b-for-afghanistan-travel-to-sri-lanka-via-pakistan-and-dubai-1274241

 

وروستي مطالب