د افغانستان د جوجیتسو آو آزادي مبارزې تکړه لوبغاړي حسین بخش صفري پرون شنبه ماخستن د روسي لوبغاړي پیتر برګ په وړاندي د روسیې په کوربتوب ولوبېد، چي هغه لوبغاړي ته ئې په خپل کوربتوب سخته ماته ورکړه.
دا لوبه د روسیې مسکو ښار په ادرینالین لوبغالي په قفس دننه ترسره سوه، چي درې پړاونه وه.
افغان لوبغاړي حسین بخش صفري په درې واړه پړاونو کي د روسي لوبغاړي پیتربرګ په وړاندي ولوبېد او درې واړه پړاونه ئې په بریالیتوب ترسره کړه.
وروسته د لوبڅارانو له لوري افغان لوبغاړی د ډېرو نمرو په ګټلو سه ګټونکی اعلان سو.
په درې واړه پړاونو کي حسین بخش صفري خپل روسي سیال ته اجازه ورنکړه، چي د ده په وړاندي دي کوم خطرناکه حرکت وکړي.
حسین بخش صفري تر دې بریا وروسته ولسمشرۍ ماڼۍ هم ستایلی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د ځوان لوبغاړي حسین بخش صفري بریا د روسي لوبغاړي په وړاندي دي دي ټولو افغانانو ته مبارک وي.
فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم
Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ