سپورټ فوټبال

افغان فوټسال ملي لوبډله ایران ته ولاړه

ليکنه: صابر حميدي

د مسئولینو په خبره د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله آسیایي سیالیو ته د لاري پیداکولو په موخه پرون دوشنبه ایران هیواد ته ولاړه.

په ۲۰۲۰م کال کي انتخاباتي او د آسیا اتلولۍ لوبو ته د لاري پيداکولو په موخه لوبي ترسره کیږي، چي افغانستان هم په یادو سیالیو کي شامل دئ او د ګډون په موخه ئې پرون ایران ته سفر وکړ.

په دې سیالیو کي افغان فوټسال ټيم په دوهم ګروپ کي د ازبکستان، تاجکستان او نیپال هیوادونو سره شتون لري.

افغان لوبډله به په دې سیالیو کي خپله لومړۍ سبا چهارشنبه د ازبکستان په وړاندي، دوهمه لوبه به بل سبا د پنجشنبې په ورځ د تاجکستان په وړاندي او درېیمه لوبه بیا د راتلونکي جمعې په ورځ د نیپال په وړاندي ترسره کړي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلي روزونکي عبدالرزاق ممرک وویل، چي افغانان له تکړه هیوادونو سره په ګروپ کي شتون لري، خو دوی ورته پوره چمتوالی نیولی.

افغان لوبډلي دې سیالیو ته دلته کابل کي څو اونیزه تمریناتي کمپ ترسره کړی.

د ۲۰۲۰م کال انتخاباتي او د آسیا اتلولۍ لوبو ته د لاري پيداکولو په موخه د افغانستان په ګډون ۲۳ هیوادونو ګډون کړی.

یاد هیوادونه د آسیا د څلورو زونونو څخه دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړې پر دې سربیره د کندهار ولایت د ښوونې او روزنې د پوهنتون د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.