ليکنه: صابرحميدي
افغان فوټسال لوبډلي راتلونکو سیالیو ته چمتوالی پيل کړ.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلي آسیایي سیالیو ته د لاري پیداکولو په موخه کابل کي تمرینونه پيل کړي دي.
په ۲۰۲۰م کال کي انتخاباتي او د آسیا اتلولۍ لوبو ته د لاري پيداکولو په موخه لوبي ترسره کیږي، چي افغانستان هم په یادو سیالیو کي شامل دئ او د ښه چمتوالي په موخه ئې د پنجشنبې په ورځ تمرینونه پيل کړل.
په دې سیالیو کي افغان فوټسال ټيم په دوهم ګروپ کي د ازبکستان، تاجکستان او نیپال هیوادونو سره شتون لري.
افغان لوبډله به لومړۍ لوبه د روان ۱۳۹۸ کال د لړم میاشتي په لومړۍ نېټه د ازبکستان په وړاندي، دوهمه لوبه به د لړم میاشتي په ۲همه د تاجکستان په وړاندي او درېیمه لوبه بیا د لړم میاشتي په ۳یمه نېټه د نیپال په وړاندي ترسره کړي.
د ۲۰۲۰م کال انتخاباتي او د آسیا اتلولۍ لوبو ته د لاري پيداکولو په موخه د افغانستان په ګډون ۲۳ هیوادونو ګډون کړی.
یاد هیوادونه د آسیا د څلورو زونونو څخه دي.
د دغو ځانګړتیاوو لرونکي نارینه، د ژوند ښه ملګري نشي کېدای
ـ هغه نارینه چې بې احساسه وي، او د احساساتو ډېرېدل یو ډول بې ارزښته کار ورته معلومیږي او مغروره وي. ـ هغه نارینه چې تل مو کنټرولوي او په هر ځای کې د ... نور ولولئ