مارچ 3, 2021

افغان فوټبال ۱۹ کلني لوبډلي هند ته سخته ماته ورکړه.

ليکنه: صابرحميدي
د افغانستان فوټبال ۱۹ کلنه ملي لوبډله پرون یکشنبه د هند ۱۹ کلني ملي لوبډلي په وړاندي ولوبېده، چي افغان لوبډلي ۳ ګولونه پر ۰ هند ۱۹ کلني لوبډلي ته سخته ماته ورکړه.
دا لوبه د ۲۰۲۰م کال د آسیا اتلولۍ سیالیو ته د لاري پيداکولو په موخه ترسره سوه، چي په دې سیالیو کي دا د افغان لوبډلي درېیمه لوبه وه.

په دې سیالیو کي افغانستان خپله لومړۍ لوبه تېره چهارشنبه د عربستان په وړاندي او دوهمه لوبه ئې بیا تېره جمعه د ازبکستان په وړاندي ترسره کړه، چي د عربستان څخه ئې یو ګول پر صفر او د ازبکستان څخه ئې بیا دوه ګولونه پر صفر ماته وخوړه.
افغانستان په یادو دوو ماتو خوړلو او یوې بریا سره ونه توانېد، چي د ۲۰۲۰م کال د نولس کلنو آسیایي سیالیو ته لاره پیداکړي.

د ۲۰۲۰م کال آسیا اتلولۍ لوبو ته لاري پیداکولو په موخه دا لوبي د عربستان هیواد په الخبر ښار کي تېره چهارشنبه پېل سوې او پرون یکشنبه پای ته ورسېدې.
په دې سیالیو کي د افغانستان په ګډون د آسیا د ۴۶ هیوادونو څخه لوبډلو ګډون کړی وو.
افغان نولس کلني لوبډلي په داسي حال کي هند ته ماته ورکړه، چي راتلونکې پنجشنبه افغان فوټبال ملي لوبډله او هند ملي لوبډلي سره لوبیږي.

دا لوبه د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړیوال جام او د ۲۰۲۳م کال د آسیا ملتونو جام ته د لاري پيداکولو په موخه ترسره کیږي، چي په دې سیالیو کي دا د افغانستان څلورمه لوبه ده.
افغانستان په دې سیالیو کي خپله لومړۍ لوبه قطر ته ۶ ګولونه پر ۰ وبایلله، په دوهمه لوبه کي ئې بنګله دېش ته ۱ ګول پر ۰ ماته ورکړه، خو په درېیمه لوبه کي ئې بیا د عُمان څخه ۳ ګولونه پر ۰ سخته ماته وخوړه.

راشدخان: د یوه قوي ټیم درلودلو لپاره اړتیا ده، زیاتې ټیسټ لوبې وکړو

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي     د ایسفاین کرکی انفو د راپور له مخي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړي راشدخان ویلي، چې که موږ په کال کې له درې ـ څلورو لوبو ډېرې ... نور ولولئ