مارچ 4, 2021

افغان فوټبال لوبډلي د قطر څخه ماته وخوړه.

ليکنه: صابر حميدي
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د سې شنبه په ماښام د قطر هیواد فوټبال ملي لوبډلي سره ولوبېده، چي قطر ملي ټیم د پینالټۍ په واسطه افغان لوبډلي ته یو ګول وواهه او بریا ئې خپله کړه.

دا لوبه د افغانستان په کوربتوب تاجکستان هیواد په دوشنبې ښار کي ترسره سوه.
د تیرو لوبو خلاف افغان فوټبال لوبډلي تیره شپه د قطر په وړاندي خورا ښه لوبه ترسره او په یوه ګول ئې د یاد هیواد څخه ماته وخوړه.

د یادي لوبي په لومړۍ نیمایي کي د قطر په وړاندي پینالټي راووتله، خو د قطر لوبډلي ګول ساتونکي د افغان لوبغاړي عمران حیدري څخه پینالټي راوګرځول او په ګول نسوه بدله.
خو د لوبي په دوهمه نیمایي کي بیا پر افغانستان پینالټي راووتله او د قطر لوبغاړي په ګول بدله کړه.
دا لوبه د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړیوال جام او د ۲۰۲۳م کال د آسیا ملتونو جام ته د لاري پيداکولو په موخه ترسره سوه، چي په دې سیالیو کي دا د افغانستان پنځمه لوبه وه.

د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړیوال جام او د ۲۰۲۳م کال د آسیا ملتونو جام ته د لاري پيداکولو په موخه افغان لوبډلي یوار مخکي هم د قطر هیواد سره مخ سوی وو، چي قطر ۶ ګولونه پر ۰ افغانستان ته ماته ورکړه. په دوهمه لوبه کي افغانانو بنګله دېش ته ۱ ګول پر ۰ ماته ورکړه، خو په درېیمه لوبه کي ئې بیا د عُمان څخه ۳ ګولونه پر ۰ ماته ورکړه.
افغان لوبډلي خپله پنځمه لوبه کي تېره شنبه یو ګول په مقابل کي د یو ګول لوبه د هند سره مساوي کړه.
افغان فوټبال لوبډله د دې سیالیو په ۵ ګروپ کي د قطر، بنګله دېش، عمان او هند لوبډلي سره شتون لري.
په یاد ګروپ کي قطر لومړی، عمان دوهم، افغانستان درېیم، هند څلورم او بنګله دېش بیا پنځم ځای لري.

فوټبال؛ د نړۍ نامتو لوبغاړي رونالډو یو بل ریکارډ هم په خپل نوم کړ

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د پرتګال هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او یوونټوس کلب نامتو لوبغاړي کریسټیانو رونالډو په نړۍ کې یوازینی لوبغاړی شو، چې د فوټبال په ۱۲ پرلپسې پړاونو کې شل ګولوهني ترسره ... نور ولولئ