فبروري 28, 2021

افغان فلم نړيوالي جايزې وګټلې!

ليکنه: مدثر دعوت
„حوا،مريم،عايشه„ د صحرا کريمي له لوري جوړ سوی لومړنی فلم دی.
صحرا کريمي ځوانه فلم جوړوونکې ده،ياد فلم يې په نړيواله سطحه نندارې ته وړاندي کړ چي د فلم جوړوونکو او د مشهورو نړيوالو فلمي لوبغاړو له لوري وستايل سو.

د ياد فلم اداکارانو ته د بنګلديش د ډهاکې په اتلسمه نړيوالي نندارې کي د غوره اداکارۍ ايوارډونه ورکړل سوه.
د افغان فلم رئيسي پرخپل ټويټر پاڼي ليکلي:دغه جايزې د فلم درې واړو ښځينه ستورو ارزو ارياپور، فرشتې افشار او حسيبا ابراهيمي ته ورکړل سوې.

د هاليووډ سينما مشهوري ښځينه اداکاري انجلينا جولي هم د حوا،مريم او عايشې په نوم فلم ستايلی او دا يې د افغان فلم يوه پرمختللې بڼه وبلل.
دا فلم د ۳ افغان ښځينوو پر ژوند جوړ دی چي پر کورني ناخوالو،ټولنيزو محدوديتونو او نور برخو راګرځي.

ددې فلم يو ځانګړتيا او توپير دادی چي څنګه يوه ښځه د نارينوو تر تاثر لاندي يوه مذهبي ټولنه کي مور کيږي ياهم خپل ماشوم په بطن کي له منځه وړي.
ياهم څنګه يوه انجلۍ چي تحصيل يې کړی، خبرياله ده خو خاوند يې ورسره خيانت کوي،غواړي طلاق ترې واخلي.

د حوا، مريم او عايشې په نوم فلم په ۱۷ بيلابيلو جشنوارو کي وړاندي سوی،چي د هغو له ډلي د بوسان، د امريکا ميل ولي، او د هند ګووا هغه فيسټوالونه دي چي ياد فلم پکي د جايزو لپاره نوماند سوی.
ددې فلم جوړوونکې او د افغان سينما رئيسه صحرا کريمي وايي چي غواړي افغان سينما د ملګرتوب او تشريفاتو ليري وساتي او په واقعي ډول خدمت ورته وکړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




ولسمشر غني د برېټانیې له لومړي وزیر سره خبرې کړې

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

ولسمشر غني د برېټانیې له لومړي وزیر بوریس جانسون سره ټلیفونې خبرې کړې دي. ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، په دغه ټلیفوني خبرو کې دواړو لورو د افغانستان او برېتانیې د اړیکو د پراختیا او سولې پروسې ... نور ولولئ