مارچ 2, 2021

افغان غوره لیګ؛ د سیمرغ البرز لوبډلي لپاره د غوراوي سیالۍ پیل سوې.

د افغانستان فوټبال فدراسیون خبر ورکړئ، چي ډېر ژر به د افغان فوټبال غوره لیګ اتم فصل پیل سي.
ددې لیګ لپاره د لوبډلو د غوراوي سیاليو په لړ کي بلخ دریم زون سو، چي د سیمرغ البرز د لوبډلي لپاره یې د غوره لوبغاړو د انتخاب سیالۍ پیل کړې.
په دې سیالیو کي د سمنګان، جوزجان، او سرپل ولایتونو ترڅنګ د بلخ څخه دوې لوبډلي لوبیږي.
له دې مخکي د میوند اتلانو لوبډلي لپاره په کندهار او د طوفان هریرود لوبډلي لپاره په هرات زونونو کي د غوراوي دا سیالۍ پای ته رسیدلي دي.
د افغان فوټبال غوره لیګ ددې فصل لپاره د هرات زون په استازیتوب طوفان هریرود لومړۍ لوبډله ده، چي د خپلو ۲۱ لوبغاړو نوملړ یې اعلان کړ.

په یادو لوبغاړو کي فیصل حمیدي او ګلالی رحیمي ګول ساتونکي او پاته نور لوبغاړي فرزاد عطايي، نوید نادم، علي نظري، ناصر حلیمي، تمیم عرب، حسیب انصاري، رضا غلامي، رحمت الله خیر خواه، رضا غفوري، عصمت الله محمدي، حسیب احدي، خالد بارګزی، رفیع بارګزی، معین کمالي، معروف محمدي، فرهاد عادل، حاتم شېردل، نبي اسحاق زی او غلام رضا یعقوبي دي.
د کندهار فوټبال فدراسیون مسؤلین وايي چي په روانه اونۍ کي به د میوند اتلانو د لوبډلي لپاره د لوبېدونکو لوبغاړو نوملړ اعلان کړي.
د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالۍ هر کال د هیواد په مرکز کابل کي د هیواد د اتو زونونو د لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

په دې سیالیو کي شاهین آسمايي، د میوند اتلان، د آباسین څپې، طوفان هریرود، سمرغ البرز، د سپین غر بازان، عقابان هندوکش او موجهای آمو لوبډلي لوبیږي.
نوموړی لیګ له تېرو دوو کلنو راهسي د شپې لخوا د افغانستان فوټبال فدراسیون په عمومي لوبغالي کي ترسره کيږي.
ددې لیګ تر ټولو ډېر جامونه شاهین آسمايي ۴ ځلي ګټلي دي.
طوفان هریرود دوه ځلي خو د سپین غر بازانو لوبډلي یو ځلي ددې لیګ اتلولي ترلاسه کړې ده.

ملامت څوک دي،جمهوريت که اشخاص؟

لیکوال: ياران، کابل - برخه : افغانستان

ليکنه: اصيل خان احمدزی دا څو اونۍ په ټولنیزو رسنیو کې د هغې طرحې په اړه بحثونه کېږي چې په دې وروستیو کې د افغان وطن دښمنانو له لوري د خپلو شومو هدفونو د تعقیب ... نور ولولئ