افغان غر ختونکی “علي اکبر سخي” د پاکستان کې ۲ غره ته د ختلو پرمهال مړ شوی

 

افغان غره‌ختونکی اتل «علي اکبر سخي» د نړۍ دویمې لوړې څوکې ته د پورته‌کېدو پر مهال مړ شو.

د «هایک او وینچر» د غره‌ختونکي ټیم مشر “علي اکبر سخي” د پنجشنبې په ورځ د نړۍ دویمې لوړې څوکې (کې ۲) غره ته د ختلو پرمهال ژوند له لاسه ورکړی دی.

تر اوسه د علي اکبر د مړینې لامل نه دی په ډاګه شوی، خو د هغه یوه خپلوان رسنیو ته ویلي چې ښايي د اکسیجن کمښت یې د مړینې لامل شوی وي، ځکه د سمندر له سطحې پورته تلل، د اکسيجن کمښت سبب ګرځي.

نوموړی د بغلان د دوشي ولسوالۍ له اصلي اوسېدونکو څخه دی او د غره‌ختلو په برخه کې یې ښه ریکارډ درلود. سخي او هغه د نهه‌ کسیزه ډله د ۲۰۲۰م د اګست په ۶مه په شمال ختیځ کې د افغانستان تر ټولو لوړې څوکې «نوشاخ» ته له ۱۷ ورځو سفر وروسته پورته شو.

د کې ۲ څوکه تر اوریسټ څوکې وروسته په نړۍ کې دویمه لوړه څوکه ده چې د پاکستان په شمال ختیځ کې موقعیت لري او د سمندر له سطحې څخه ۸۶۱۱ متره لوړوالی لری.
تر اوسه ۳۷۷ غره‌ختونکي د «کې ۲» د غره لوړې څوکې ته ختلي دي.
علي اکبر د افغانستان لومړنی غره‌ختونکی دی چې دغه لوړ غره ته ختلی دی.