اپریل 23, 2021

افغان سوله؛ د مسکو ناسته کې درې جلا پیغامونه

ټاکل شوې تر راتلونکې یوې ورځې مسکو کې د افغان سولې اړوند مهمه ناسته ترسره شي.

دغې ناستې ته د افغان حکومت او طالب پلاویو ترڅنګ یو شمېر نور افغان سیاستوال هم وربلل شوي دي، چې په اصلا کې همدې موضوع اندېښنې راپارولې دي.

ظاهرا ناسته د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ کېدونکې ده، خو په ورته وخت کې د یو شمېر افغان سیاستوالو حضور چې عملا د ولسمشر غني کلک مخالفین دي او په کراتو یې د هغه د ګوښه کېدو او موقت حکومت غږ پورته کړی دی؛ ناسته په درې جلا نارو وېشلی شي.

افغانستان له شل کلونو وروسته یو ځل بیا یو تاریخي پاراډایم ته داخلېدونکی دی، البته داځل د یو روښانه او سوله ییز افغانستان په تکل کې.

نږدې شل کاله پخوا جرمني  کې بُن ناسته په داسې حال کې ترسره او د افغانستان د نوي نظام بنسټ کېښودل شو، چې امریکا او یو شمېر نورو ملاتړو هېوادو یې د طالبانو د ځپلو په موخه افغانستان ته راودانګل او دا دی له شل کلنې جګړې وروسته یې طالبانو سره خبرو ته غاړه کېښوده، هغه څه یې چې تر دې یې ژر هم کولای شو، خو ښايي امریکا خپلو ملي ګټو ته په کتو دا پرېکړه دومره په ځنډ ترسره کړې وي.

د بُن ناستې یادونه مې ځکه وکړه چې یو شمېر کارپوهان د مسکو او په ځانګړې توګه ترکیه کې د افغانستان سولې په هکله کېدونکې ناسته هغې ته ورته بولي، چې د محتوا له نظره هېڅ ډول ورته والی نلري، بُن ناسته کې د نوي نظام بنسټ کېښودل شو، او دا دی تر اوسه یې له یو شمېر ستونزو سره – سره شل کلن مزل ترسره کړ.

شل کلونه مخکې د جرمني بن ښار کې د افغانستان په اړه لومړنی کنفرانس جوړ شو څو له طالبانو وروسته ددې هیواد برخلیک وټاکي

تر دې مهم اړخ، هغه دا چې د بُن ناستې د هوکړې په ترڅ کې نړیوال پوځ افغانستان کې د حضور جواز ترلاسه او عملا یې د طالبانو او یو شمېر نورو اورپکو په وړاندې د جګړې پوکی تازه کړ.

امریکا چې لا هم د نړۍ زبرځواک هېواد بلل کېږي او په تېرو شلو کلونو کې د افغان حکومت اصلي حامي بلل شوې، غواړي د سولې بهیر چټک او افغانستان کې خپل نظامي حضور پای ته ورسوي، چې همدې موخې ته د رسېدو لپاره یې دا دی دې مسکو او ترکیې ناستې په نظر کې نیولي دي.

تر هغه وروسته چې قطر کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خپلمنځي خبرې بې پایلې شوې، د جوبایدن په مشرۍ د امریکا نوې ادارې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د یو شمېر بهرنیانو په ګډون د یادو ناستوو د جوړېدا هوکړې ته رسېدلي دي.

یوخوا طالبان د امارت له جبهې سره بلخوا افغان حکومت د جموریت له نارې د سولې بهیر ټکنی کړی دی، خو اصلي اندېښنه چې اوس راپارېدلې، مسکو ناسته کې د هغو افغان سیاستوالو ګډون دی چې په کلکه د ولسمشر غني مخالفین دي او د موقت حکومت غوښتوونکي دي، دوی کې داسې کسان هم شته چې ټول فکر یې د ولسمشر غني ګوښه کول دي.

که څه هم ولسمشر غني او د ملي مصالحې مشر عبدالله عبدالله له یادې ناستې مخکې یو شمېر بانفوذه سیاستوالو سره ناستې پاستې کړي تر څو له یو واحد دریځ سره مسکو ناسته کې ګډون وکړي، خو ښکاري داسې چې یو شمېر کسان به د افغان حکومت په تاوان جدي مزاحمتي نظریات وړاندې کړي، چې کولای شي د میز پر سر د طالبانو د غوښتنو تله درنده کړي.

طالبان توانیدلې چې په تیرو څو کلونو کې له مسکو سره خپلې اړیکې خوږې کړي

افغان ولسمشر یوځل بیا ټینکار کړی چې یوازې او یوازې د ټاکنو له لارې د واک انتقال ته حاضر دی او په وینا یې که طالبان همدا سبا هم ټاکنو ته حاضر شي دی به یې ترسره کړي، خو په وینا یې تیر ته په کتو د موقتې ادارې رامځته کېدل ناشونی کار دی.

له دې سره جوخت یو شمېر مطرح ګوندونه چې یو شمېر غړي یې مسکو ناستې ته هم بلل شوي، په دې آند دي چې اوسنیو شرایطو ته په کتو د ټاکنو او لویې جرګې ترسره کول ناشونی کار دی، چې دا په خپله د جمهوریت له آدرسه د مسکو ناسته کې د دوو جلا دریځونو په معنا دی.

ولسمشر غني د خپلې واکمنۍ په لومړیو کلنو کې د ځوان محوره حکومت د رامځته کېدو سیاست غوره کړ، په هغه وخت کې یو شمېر وړاندوینې دا وې چې ولسمشر غني غواړي پخواني جهادیان (مطرح څېرې) د افغانستان له حکومتولۍ څخه د انزوا لوري ته بوځي او پر ځای یې د سیاست او حکومتدارۍ ډکر ځوانانو ته پرېږدي، خو ښکاري داسې چې غني اوس تر هر بل وخت ډېر همدې جهادیانو ته اړتیا لري ترڅو د جمهوریت له سیوري یوازې یو غږ پورته شي، هغه چې اوسنیو شرایطو ته په کتو ستونزمن ښکاري.

هیره دې نه وي چې له طالبانو سره د خبرو اصلي اړخ افغان حکومت دی او د عبدالله عبدالله په مشرۍ به دغه پلاوی طالبانو سره د خبرو په موخه روسیې ته ولاړ شي.

 

 

وروستي مطالب