Advertisements
سپورټ فوټبال

افغان ساحلي فوټبال لوبډلي خپله لومړۍ لوبه ټایلینډ ته وبایلله.

ليکنه: صابر حميدي

د افغانستان د فوټبال ساحلي ملي لوبډله په ۵ اړخیزه سیالیو کي خپله لومړۍ لوبه پرون پنجشنبه د کوربه ټایلینډ فوټبال ساحلي ملي لوبډلي په وړاندي ترسره کړه، چي د یاد هیواد څخه ئې ۴ ګولونه پر ۲ ماته وخوړه.

په یاده لوبه کي افغان لوبغاړو د لوبي په ۱۸مه او ۳۳مه دقیقه کي دوې ګولوهني ترسره کړې، خو ټایلینډیان بیا په ۱۵مه، ۲۱تمه، ۲۷تمه او ۳۵مه دقیقه کي وتوانېدل چي افغان لوبډلي ته څلور ګولونه ورکړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، چي دا لوبي په ټایلینډ هیواد کي رواني دي، چي د افغانستان په ګډون کوربه ټایلینډ، چین، مالیزیا او ویتنام هیوادونه شتون لري.

افغانستان به خپله دوهمه لوبه نن جمعه د چین په وړاندي، درېیمه لوبه به سبا شنبه د ویتنام په وړاندي او څلورمه لوبه بیا راتلونکې یکشنبه د مالیزیا په وړاندي ترسره کړي.

دا ټولي لوبي ماپښین یوه بجه پبلیږي.

د پنځو هیوادونو ترمنځ د فوټبال دا ساحلي لوبي د تیري چهارشنبې په ورځ پیل سوې او تر ۶ ورځو دوام وروسته راتلونکې دوشنبه پای ته رسیږي.

ټایلینډ ته ۱۶ کسیزه ټیم سفر کړی، چي ۱۲ پکښي لوبغاړي، یو د ټیم روزونکی، د ټیم مشر، ډاکټر او عکس اخیستونکی شامل دي.

۱۲ کسیزه لوبډله کي کاوش حیدري، نوید افغان، زین الدین شریفي، جمیل ناصري، مرتضی جعفري، سمیع الله محمدي، رامز فاروقي، تمیم حیدري، فهیم حیدري، عمران ولیزاده، اُمید همایون او شفیع بعیات شامل دي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.