مارچ 7, 2021

افغان حکومت: د دوحې هوکړه کې موږ سره مشوره ونه شوه

Advertisements

افغان حکومت ویلي چې د امریکا او طالبانو د دوحې هوکړه کې له دوی سره لازمې مشورې ونه شوې او همدا لامل و چې دا تړون نه د سولې برخه کې اغېزمن تمام شوی او نه یې هم تاوتریخوالی ختم کړی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ ویلي، په یاد تړون کې داسې اصطلاحات کارول شوي چې په وینا یې د جګړې د یوې برخې سره معافیت او رضایت پکې څرګندېږي.

نوموړي زیاته کړې چې افغان حکومت په هېواد کې حتی د یو څاڅکې وینې بهېدل هم نه شي زغملی او نه غواړي چې نور دې تاوتریخوالی او جګړې دوام ومومي.

افغان حکومت دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د جو بایډن په مشرۍ د امریکا نوې ادارې د امریکا او طالبانو د شوې هوکړې د بیا کتنې خبره کړې ده او خپله ولسمشر بایډن بیا ویلي چې د ده اداره له ډیپلوماټیکو لارو د افغان جګړې د پای ته رسېدو کلک ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، د ښې پرېکړې لپاره د امریکا حکومت اړ دی چې د ټرمپ او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه و ارزوي.

انتوني بلینکن ویلي امریکا ته باید روښانه شي چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل کړی کنه او دا ډله امریکا د خپلو ژمنو له عملي کولو څومره ډاډمنولی شي.

د هغه په خبره د هوکړې تر ارزولو وروسته امریکا د افغانستان په اړه خپله پرېکړه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي د دوحې هوکړه داسې واضح موارد لري چې باید د سرتېرو د ایستلو تر وخت عملي شوي وای او واشنګتن غواړي پوه شي چې دا موارد څومره عملي شوي دي.

تر دې وړاندې هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د سولې هوکړه ارزوي او غواړي پوه شي چې طالبان څومره پر خپلو ژمنو ولاړ دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د امریکا د بهرنیو چارو وازرات؛ اووه افغانو مېرمنو ته د زړورتیا جایزه ورکوي

لیکوال: نسیمه محمدي ، کابل - برخه : افغانستان

Advertisements تمه ده د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د زړورو مېرمنو افتخاري جايزه، اووه افغانو ښځو ته ورکوي، چې په ٢٠٢٠م کې يې خلکو ته د خدمت په جريان خپل ژوند له لاسه ورکړى ... نور ولولئ