افغان حکومت د امریکا د مالي مرستې هرکلی کړی

افغان حکومت د امریکا متحده ایالاتو له لوري له افغانستان سره د ۲۶۶ میلیونه ډالرو بشردوستانه مرستې هرکلی کړی دی.

د هېواد بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې افغان دولت د امریکا د بشردوستانه مرستو او دغه راز له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د همکاریو د دوام ستاینه کوي.

خبرپاڼې زیاته کړې، متحده ایالاتو دغه راز د سولې بهیر پر ګړندي کولو، د چټک اوربند پر ټينګښت، د روانې اوږدې جګړې پر پای ته رسولو هم ټینګار کړی دی چې دوی یې ستاینه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره د ۲۶۶ ميليون ډالرو د مرستې اعلان وکړ.

د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې ویلي، چې دا مرسته د هغو افغانانو لپاره ده چې په اوس وخت کې له شدیدې غذايي ناامنۍ سره مخامخ دي.

د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې په وینا په دې مرسته کې ۱۵۷ میلیونه ډالره د دوی له لوري ورکول کېږي او په مجموع کې امریکا په ۲۰۲۱ مالي کال کې افغانستان ته تر ۵۴۳ میلیونه ډالره زیاته بشري مرسته ورکوي.

امریکا دا مرسته په داسې حال کې اعلان کړې چې افغانستان په یوه حساس پړاو کې دی او د بشري مرستو اړتیا زیاته شوې ده.

پر جګړو او له کبله یې د افغانانو د بې ځایه کېدو او کرونا وبا ترڅنګ د افغانستان یو شمېر سیمې یو وار بیا سختې وچکالۍ ځپلي دي.

وروستي مطالب