اپریل 18, 2021

افغان حکومت: که طالبان اوربند وکړي د نورو بندیانو پر خوشي کولو غور کوو

افغان حکومت وایي که طالبان اوربند وکړي، نو دوی تیار دي چې د نورو بندیانو پر خوشي کولو غور وکړي.

د سولې په چارو کې د دولت د وزارت وزیر په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي دي د افغانانو تر ټولو ستره هیله دا وه چې د بندیانو تر خوشي کولو وروسته به په افغانستان کې اوربند رامنځ ته کېږي او جګړې به کمېږي.

د هغه په وینا یو کال د امریکا او طالبانو د هوکړې وشو، خو د افغانانو لپاره یې هېڅ ګټه نه ده لرلې.

سید سعادت منصور نادري همدا راز ټینګار کړی چې لا هم د افغانانو ستره غوښتنه اوربند دی او که طالبان د بندیانو خوشي کول غواړي نو لومړی دې اوربند وکړي.

نادري دغه راز وایي چې د دوحې هوکړه افغانانو ته هېڅ مهمه نه وه، ځکه د افغانانو پر ژوند یې هېڅ اغېز نه درلود او جګړې یې کمې نه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ طالبانو له امریکا غوښتي چې د دوحې هوکړه دې په بشپړه توګه عملي کړي.

د طالبانو له لوري رسنیو ته په یوه لېږل شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د دوحې هوکړې یو کال پوره شو، خو سره له دې چې ددغه هوکړې په عملي کېدو کې ګڼې ستونزې موجودې وې، بیا هم هوکړه او د سولې بهیر مثبت لور ته روان دی.

طالبانو ددغه هوکړې د لاسلیک پر مهال پر حاضرو هېوادونو غږ کړی چې د هوکړې په عملي کېدو کې خپلې هڅې ډېرې کړي.

دوی همدا راز ټینګار کوي چې بندیان دې خوشي کړل شي او د مشرانو نومونه دې له تور لېست و ایستل شي.

طالبان داسې مهال ددغه هوکړې عملي کولو ته ځانونه ژمن بولي، چې امریکا او افغان حکومت ددوی پر خلاف ادعا کوي چې دغه ډله هوکړې ته ژمنه نه ده او د جګړې د کمولو پر ځای یې جګړې شدیدې کړې او پراخې کړې دي.

افغان حکومت همدا راز وایي چې طالبان ډېر وخت په دوحه کې د خبرو مېز ته هم نه حاضرېږي نو له همدې امله امریکا باید پر دغه هوکړه بیا کتنه وکړي.

په ورته وخت کې د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ ویلي چې د دوحې هوکړې یوازې له امریکایانو سره اوربند ممکن کړی دی او له دې پرته یې افغانانو ته هیڅ ګټه نه ده رسېدلې.

هغه زیاته کړې چې له افغانانو سره د طالبانو اړیکه اوس هم یوازې قتل او ترور دی.

هغه تور پورې کړی دی چې د بین الافغاني مذاکراتو پروسه د طالبانو له لاسه ټکنۍ ده او په وینا یې، که د سولې هوکړې ته له افغاني لیدلوري وکتل شي نو د سولې په نامه وخت ضایع شوی، افغانانو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي او په ټوله کې افغانستان زیانمن شوی دی.