افغان حکومت د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو هرکلی کړی

افغان حکومت له راتلونکې مې میاشتې وروسته هم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو په اړه د امریکا کانګرس لپاره د چمتو شوي راپور هرکلی کړی، خو طالبانو يې مخالفت کړی.
امریکا کې د افغانستان د وضعیت ارزولو یوې ډلې سپارښتنه کړې چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستلو نېټه دې وځنډول شي او دا چاره دې د طالبانو له خوا د دوحې په هوکړه کې د شویو ژمنو عملي کولو سره وتړل شي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح دې راپور ته په غبرګون کې د دې راپور د سپارښتنو هرکلی کړی دی.‌
صالح همدا راز له ملي ټلویزیون سره خبرو کې ویلي، د دې راپور د چمتو کولو پر مهال پخپله له ده او ولسمشر غني، او همدا راز له شاوخوا شپېتو ډلو نظرونه غوښتل شوي وو.
نوموړی وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون له ستونزو ډک دی، او دوی غواړي‌ په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره سیمه ییز او نړیوال ضمانت موجود وي.‌
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې د دې رپوټ هرکلی کړی او وایي، د رپوت سپارښتنې د افغان دولت دا دریځ تائیدوي چې طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو، ترهګرو سره د اړیکو پرې کولو او له سوله ییزې لارې د جګړې د ختمولو برخه کې خپلې ژمنې نه دي پوره کړې. ‌
بلخوا طالبان وايي، د افغان کشالې یوازینۍ حل لار د امریکا او دې ډلې ترمنځ د تېر کال د دوحې سولې تړون پلې کول دي او که هرڅوک دا تړون مات کړي، د راتلونکې هرې پېښې مسوولیت به یې پر غاړه وي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دوی د دوحې تړون ته ژمن دي او د جو بایډن له حکومت غواړي چې پر دغه تړون ودرېږي.
خو امریکا کې د افغانستان د وضعیت ارزولو یوې ډلې- چې د کانګرس له خوا ټاکل شوې- نوې ادارې ته سپارښتنه کړې ده چې د سولې له روانو هڅو د منلو وړ پایلې د تر لاسه کولو په موخه پکار ده چې تر راتلونکې می میاشتې امریکايي ځواکونه له افغانستان ونه ایستل شي.
کانګرس ته وړاندې شوی رپوټ کې ویل شوي، په اوسني حالت کې له افغانستان د ټولو امریکايي ځواکونو وتل، د کورنۍ جګړې، سیمه ییزې بې ثباتۍ او د القاعده له اړخه د پېښ ګواښ د بیا پیاوړي کېدو لامل ګرځي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرکال د فبرورۍ په وروستۍ نیټه د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې هوکړه کې پریکړه شوې چې ټول بهرني سرتیري به د روان کال تر می میاشتې له افغانستانه وځي.
افغانستان کې اوس ۲۵۰۰ امریکایي او د ناټو نږدې ۷ زره سرتیري میشت دي، تېره اونۍ د ناټو چارواکو هم رویټرز خبري اژانس ته ویلي وو چې له افغانستان د ځواکونو وتلو ته شرایط برابر نه دي او طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




هغه ښځه چې په غرونو کې د اوبړۍ او وښو په خوړلو ژوندۍ او ۶میاشتې وروسته وموندل شوه

لیکوال: مهر تاج - برخه : ځوانان او زده کړې

دغه ۴۷ کلنه ښځه، چې له شپږو میاشتو راهیسې ورکه وه، په یوه غرنۍ سیمه کې ژوندۍ وموندل شوه، چېرته چې هغې یوازې د اوبو، ​​واښو اوجوارو په خوړو ژوند کاوه. د متحده ایالاتو په ... نور ولولئ