افغان حکومت د بایډن د پرېکړې هرکلی کړی

افغان حکومت وایي دوی د سرتېرو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر له پرېکړې هرکلی کوي.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني د سرتېرو د ایستلو په اړه له خپل امریکایي سیال جو بایډن سره خبرې کړې دي.

په اعلامیه کې راځي چې ولسمشر غني د سرتېرو د وتلو هرکلی کړی دی او زیاته کړې یې ده چې افغان ځواکونه له خپل هېواد ددفاع وړتیا لري.

بلخوا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم په تازه څرګندونو کې ویلي دي له څو کلونو راهیسې افغان ځواکونه په یوازې ځان د خپلې خاورې دفاع کوي او په دې برخه کې به خپلو سرښندنو ته ادامه ورکوي.

هغه ویلي امریکایي ځواکونه له افغانستان وځي او دا به له هېواد ددفاع پر پروسې هېڅ راز منفي اغېز و نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر جو بايډن له افغانستانه د خپلو ټولو سرتېرو د اېستلو پرېکړه اعلان کړه.

بايډن وايي:« د القاعدې مشر لس کاله وړاندې ووژل شو او وخت د دې راغلی چې خپل سرتېري بېرته امریکا ته راستانه شي.»

هغه وویل چې د امريکايي ځواکونو وتل د مې مياشتې په لومړۍ نېټې پيليږي او د سپټمبر ۱۱مې نېټې پورې به ټول امريکايي سرتېري له افغانستانه ووځي.

بايډن ټينګار وکړ چې د سرتېرو له اېستلو وروسته به هم افغانستان سره خپلو بشر دوستانه مرستو ته دوام ورکوي.

له دې سره هم مهاله د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرک اعلان وکړ، چې د متحدينو د پرېکړې له مخې، د غوڅ ملاتړ ماموریت د ټولو سرتېرو وتل د مې مياشتې په لومړۍ نېټې پيليږي.

هغه وایي، د افغانستان جګړه نظامي حل نه لري او يوازې افغانان کولای شي خپل هېواد ته سوله راولي.

سټولټنبرګ زياتوي افغانستان څخه د ناټو ځواکونو وتل له افغانستان سره د اړیکو پای ته رسېدو په مانا نه ده او ناټو به له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

وروستي مطالب