افغان حکومت: افغانستان د ناټو دایمي مرستې ته اړتیا لري

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال دواخان مینه پال له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د ناټو غړي هېوادونه او افغانستان لا هم له ګډ دښمن سره په جګړه بوخت دي چې پر وړاندې یې له یو بل سره همکاري او مبارزه په کار ده.

نوموړي ویلي، افغان حکومت ته تر هغه پورې د ناټو مرستې مهمې دي ترڅو چې افغانستان په خپلو پښو درېږي.

ټاکل شوې نن چهارشنبه د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو ترمنځ غونډه ترسره شي چې افغانستان به د اجنډا له مهمو بحثونو وي، ویل کېږي تر ډېره به دلته بحث د ناټو د سرتېرو په پاتې کېدو یا وتلو وي.

خو د ناټو سرمنشي په بار بار ویلي، چې طالبانو په هوکړه عمل نه دی کړی او دوی ته په کار ده چې ترڅو شرایط نه وي سم شوي افغانستان کې پاتې شي.

په ورته وخت کې ډیجیټل ژورنال د نظامي او امنیتي تحلیلوونکو له خولې په یوه مقاله کې لیکلي دي په افغانستان کې وضعیت هسې نه دی روان لکه ناټو او امریکا یې چې تمه لرله.

د سرچینې په خبره ټاکل شوې وه چې طالبان او افغان حکومت په خپلو کې مذاکرات مخ ته یوسي، تاوتریخوالی کم شي، د بهرنیو سرتېرو وتلو ته زمینه برابره شي او افغانستان له دایمي ثبات برخمن شي، نو له همدې امله ښایي ناټو ځواکونه په افغانستان کې حضور پيدا کړي، ځکه طالبانو یې پر ژمنو عمل نه دی کړی او په افغانستان کې جګړه لا هم روانه ده.

په ورته وخت کې بیا طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د امریکا ولس ته یو پرانیستی لیک لیکلی او له امریکا یې غوښتې چې د دوې پر تړون عمل وکړي.

ملا برادر ویلي، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پاتې کېدل د یوه لورې په ګټه هم نه دي.

برادر زیاته کړې، د امریکا د تاریخ تر ټولو لویه جګړه له طالبانو سره د دوحې په تړون عمل کولو سره ختمېږي.

نوموړي په دې لیک کې ویلي، امریکا او نړیوالو ته ډاډ ورکوي چې ښځو ته به د اسلام په رڼا کې حق ورکول کېږي او د هیڅ چا حق به نه خوړل کېږي.

طالبان په داسې حال کې د امریکا خلکو ته پرانیستی لیک لېږي چې نوي حکومت یې له دوی سره په شوې هوکړه د بیا کتنې خبره کړې ده.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي