افغان حکومت؛ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ځانګړې ناستې غوښتنه کړې ده

افغان حکومت د افغانستان د روان وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ځانګړې غونډې غوښتنه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې حنیف اتمر له خپل هندي سیال جي شینکر سره د افغانستان پر وضعیت غږېدلی دی.

نوموړي له هندي لوري چې دمګړی د امنیت شورا دوره يي مشري پر غاړه لري غوښتي، چې د افغانستان د وضعیت په اړه ددغه شورا ځانګړې غونډه راوبولي او وروستي مسایل دې پکې مطرح کړي.

هغه زیاته کړې، چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېرېدل، ملکي مرګ ژوبله او د عامه تاسیساتو ورانول هغه مسایل دي، چې امنیت شورا باید ورباندې بحث وکړي.

هندي لوري هم ویلي، چې دوی ددغه غونډې د جوړولو لپاره هڅه کوي او په افغانستان کې وروستی تاوتریخوالی په کلکو ټکو غندي.

بلخوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې وروستی تاوتریخوالی غندلی دی.

ددغه شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په وروستیو کې په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی، ملکي مرګ ژوبله لوړه شوې، بشري حقونه نقض کېږي او عامه تاسیسات ورانېږي چې دغه اداره یې په کلکو ټکو غندي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، چې په افغانستان کې باید د سولې خبرې چټکې کړل شي او ښکېل اړخونه دې د جګړې پر ځای پر مذاکراتو تمرکز ډېر کړي.

سرچینه وړاندې لیکي، چې د طالبانو له لوري وروستی تاوتریخوالی دوی ته د منلو نه دی او ددې احتمال شته چې دغه شورا پر نوو اقداماتو فکر وکړي؛ نو له همدې امله ښکېلو لورو ته په کار ده، چې جګړه او د ملکي وګړو وژل ودروي او د سولې لار خپله کړي.

ملګرو ملتونو په هرات کې ددغه ادارې پر دفتر برید هم په کلکو ټکو غندلی او په وینا یې دغه ډول کړنې ښایي له افغانستان سره د نړیوالو اړیکې زیانمنې کړي.

وروستي مطالب