سپورټ نړیوال کرکټ

افغان تنکي ځوان د ځوانانو په نړیوالو سیالیو کې نوی ریکارډ قایم کړ!

سمیع الله درانی

نوراحمد د کرکټ په نړۍ کې ۱۴ کاله عمر لري، دی لېګ برېک چېنامېن توپ اچوونکی دی، هغه د اسیا نولس کلنو کم عمره جام سیالیو کې د هند خلاف هندۍ لوبډله د زوال تر کرښې رسولې وه.

نوموړي په لس اورونوکې ۳۰ منډې ورکړې او ۴ وېکټې یې واخېستې او د ځوانو لوبغاړو په نوملړ کې یې ریکارډ ثبت کړ.

هغه په هندي توپ وهونکو یو اوور مېډن هم کړ او په درې ایکانومي یې توپ اچونه وکړه.

افغان له نولس کلنو کم عمره لوبډلې په اسیا جام سیالیو کې پاکستان او کوېټ ته تر ماتو ورکولو وروسته نیمه پایلوبې ته لار پېداکړه او نن له بنګله دېش سره ښکېل ده.

افغان لوبډلې له هند څخه په درې وېکټو ماته وخوړه.

افغانستان په ګروپي سیالیو کې د ۴ نومرو په اخېستلو سره دوهم مقام ترلاسه کړ او هند پسې دوهمه لوبډله وه، چې دوهم پړاو ته ووته.

پاکستان، کوېټ، عربي متحده امارات او نېپال له دغو سیالیو بهر شول.

افغانستان، هند، سریلانکا او بنګله دېش دوو نیمه پایلوبو ته وتلي دي.

د تنکي افغان کارکرده ګي

نور احمد تنکي افغان بالر لومړی د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر په صفر وسوځاوه او په همدغه اوور کې یې سېټ توپ وهونکی سلیل اروړا هم وسوځاوه او هندۍ لوبډله یې تر فشار لاندې ونیوله.

وروسته یې ټېلاک وېرما او اتاروا انکولېکر وسوځول، هغه په دې ډول څلور وېکټې تر لاسه کړې.

نوراحمد د افغانستان لپاره په درې لوبوکې ۸ وېکټې اخېستي او تر دې دمه د اسیا نولس کلنو کم عمره لوبډلو جام سیالیو کې د غوره وېکټو اخېستونکی توپ اچوونکی دی.

نوراحمد اوس ۱۴ کاله او ۲۵۱ ورځې عمر لري او په دې عمر کې یې دا ستر ریکارډ دی، هغه دا کارنامه د خپل عمر په ۱۴ کلونو او ۲۴۹ ورځو کې وکړه.

له ده وړاندې بنګله دېشي نهادُ الزمان د ۱۴ کلونو او ۳۲۷ ورځو و، چې د تنکیو ځوانانو جام سیالیو کې یې له ویسټ انډیز څخه ۵ وېکټې واخېستې او ۱۲ منډې یې ورکړې.

شعیب ملک د ۱۴ کلونو او ۳۱۱ ورځو و، چې ۳۸ منډې یې ورکړې وې او ۴ وېکټې یې اخېستې وې.

هغه د انګلستان خلاف په ۱۹۹۶ م کال کې دا کارنامه کړې وه.

محمد عامر د ۱۵ کلونو و، چې ۶۳ منډې یې ورکړې وې او ۵ وېکټې یې له اسټرالیا څخه په ۲۰۰۷ م کال کې اخېستې وې.

مانیشي د هندوستان و، په پنځلس کلنۍ کې یې له سریلانکا څخه ۵ وېکټې اخېستې وې او ۵۸ منډې یې ورکړې وې.

پاکستانۍ ښځینه لوبغاړې ساجده شاه په ۲۰۰۱ م کال کې ۱۳ کلنه وه او له نېدرلېنډ څخه یې د ۲۲ منډو په ورکړې سره ۴ وېکټې اخېستې وې.

په نارینه لوبغاړوکې تر ټولو کم عمره لوبغاړی افغان نوراحمد لکڼوال شو، چې د نړۍ په کچه یې ریکارډ جوړ کړ او د جدول لومړۍ کرښه یې قایمه کړه.

د نور احمد لکڼوال لنډه پېژندنه

نور احمد په ۲۰۰۵ م کال کې د جنوري په ۳ مه نېټه زېږېدلی دی، اوس ۱۴ کاله او ۲۵۱ ورځې عمر لري.

نوموړی په کیڼ لاس توپ وهنه کوي او په کیڼ لاس لېګ برېک چېنامېن توپ اچونه کوي.

یوه یې فرسټ کلاس سیالي کړې، چې ۲۱۶ توپونه یې پکې ترسره کړي او ۱۰۸ منډې یې ورکړي.

په دې سیالي کې یې ۴ وېکټې اخېستي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی