ليکنه: مدثر دعوت
افغان الف کريکټ لوبډله په بنګلديش کي تر بريالي سفر وروسته هيواد ته راورسيده.
بنګلديش ته په سفر کي افغان لوبډلي د کوربه هيواد سره ۲ څلور ورځنۍ او ۵ يو ورځنۍ لوبي وکړلې.
نن سهار کابو ۱۰ بجې ټول لوبغاړي د حامد کرزي هوايي ډګر ته راورسيده .
د لوبغاړو ښه راغلاست ته د کريکټ بورډ د رئيس ترڅنګ نور چارواکي،خبريالان او مينوال هم ورغلي وه.
افغان الف لوبډلي د څلور ورځنيو لوبو سيريز د بنګلديش الف لوبډلي څخه ۱-۰ وګټی که څه هم يوه لوبه د باران له کبله بې نتيجې سوله.
همدارنګه د ۵ يو ورځنيو لوبو لړۍ ۲-۲ مساوي سوه.
۲ لوبي افغانستان او ۲ لوبي بنګلديش وګټلې خو يوه لوبه د باران له کبله بې نتيجې سوله.
جان کربي:له ټولو ملګرو هېوادونو سره د افغانستان په اړه په اړیکه کې یو
د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي دوی د داسې یوې حللارې په لټه کې دي چې د افغانستان، امریکا او متحدینو لپاره ګټوره وي. ... نور ولولئ