مارچ 7, 2021

افغان اتل سهیل احمد مغلزی تانزانیایی سیال سره مخ کیږي.

Advertisements

د سوک وهنې اتل سهیل احمد مغلزی دا ځل د ډیسمبر په ۱۴ مه نیټه د انګلستان په یارک هال کې لس رونډه لوبه د تانزانیایي سیال بنسون نایلاویلا سره کوي.
د سهیل احمد دغه سیال تر اوسه ۱۲ رسمي لوبې کړي چی په لسو کې یی بریاوې ترلاسه کړي او یوازې دوه هغه یې بایللي دي.
افغان بوکسر سهیل احمد مغلزي ۱۵ رسمي مسلکي لوبې کړي چی په ۱۴ کې یې بریاوې او یوازې یوه لوبه کې یې ماتې خوړلې ده.
مغلزي تېره اونۍ خپل انګلستانی سیال په رسمي مسلکي لوبه کې په دریم رونډ کې ناک اوټ او مات یې کړ.
سهیل احمد وایي زه چمتو یم چې پدې لوبه کې خپل دغه سخت سیال سره د لوبې ډګر ته ووځم؛ دی وایي د څو ورځو راپدېخوا تمرینات کوم او بیا هم له خپلو هېوادوالو د بري دعا غوښتنه کوم، ترڅو پدې مهمه سیالۍ کې هم بریا ترلاسه کړم.
د یادولو ده، چې یاده لوبه نړیوالو اتلولیو ته د لار موندنې په موخه ترسره کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وازرات؛ اووه افغانو مېرمنو ته د زړورتیا جایزه ورکوي

لیکوال: نسیمه محمدي ، کابل - برخه : افغانستان

Advertisements تمه ده د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د زړورو مېرمنو افتخاري جايزه، اووه افغانو ښځو ته ورکوي، چې په ٢٠٢٠م کې يې خلکو ته د خدمت په جريان خپل ژوند له لاسه ورکړى ... نور ولولئ