سپورټ وزش او تمرین

افغان آی ټي اف تکواندو ملي لوبډله د سیالیو لپاره بلغارستان ته ولاړ.

اعلان

ليکنه: صابر حميدي

د مسئولینو په خبره د افغانستان د ITF تکواندو نوې ځوانه لوبډله د تکواندو په نړیوالو سیالیو کي د ګډون په موخه بلغارستان هیواد ته ولاړه.

د ورکړل سوو معلوماتو له مخي چي د ITF تکواندو دا نړیوالي لوبي د ټولو هیوادونو ترمنځ نن یکشنبه پېلیږي او د پنځو ورځو تر دوام وروسته راتلونکې پنجشنبه پای ته رسیږي.

دا دې سیالیو ۲۱م پړاو دئ.

په دې سیالیو کي به له افغانستانه درې لوبغاړي په بېلابیلو وزني کټګوریو کي سیالۍ ترسره کړي.

د یادو درو لوبغاړو ترڅنګ افغانستان کي د ITF تکواندو بنسټګر ماسټر عید محمد شیرزي د پلاوي، نړیوال لوبڅار او د افغانستان د استازي په توګه ګډون کوي.

افغانستان د ITF تکواندو د نړیوالو سیالیو په تېر پړاونو چي، په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۵م کلنو کي ترسره سوه یوازي د سپینو زرو مډال وګاټه.

هغه مډال افغانستان د نورمحمد شیرزي په واسطه ترلاسه کړ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړې پر دې سربیره د کندهار ولایت د ښوونې او روزنې د پوهنتون د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.