Advertisements
سپورټ فوټبال

افغانۍ الاصله فوټبالره هیواد ته راځي

افغانۍ الاصله فوټبالره ناده ندیم، چي د فرانسې فوټبال په یوه مشهوره ښځینه کلب پاریسټ جرمن کي لوبیږي اعلان کړی، چي هیواد ته راستنیږي.

۳۱ کلني نادیې ندیم ۲۰ کاله مخکي په کوچنیوالي کي د خپلي کورنۍ سره له افغانستانه ـ ډنمارک ته مهاجرت کړی او بیا افغانستان نده راغلې، چي اوس ئې خپل هیواد ته د راتګ اعلان کړی.

هغې ویلي، چي هیواد ته ئې د راتګ موخه داده تر څو ښځینه فوټبالرانو ته د لوبو کولو روحیه ورکړي او هغوی لوبو ته وهڅوي.

نادیې ندیم د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس سره د خبرو په مهال ویلي نه پوهیږم، چي افغانستان ته به زما تګ څومره ارزښت ولري، خو ما دا پرېکړه کړې، چي زه به خپل هیواد افغانستان ته سفر کوم.

هغې وویل ((هغه پیغام چي غواړم د خپل هیواد انجونو ته ئې ورسوم هغه دا دئ، چي هر څه ممکن دي. کوم کار چي تاسو کوی هغه غلطي نده. د فوټبال لوبه کول ګناه نده. دا یو ورزش دئ او دا ورزش تاسي ته ډېره خوښي در بخښي. زه غواړم تاسو ته زده کړي درکړم، تر څو زما غوندي ښې لوبغاړي سي او په نړیوالو میدانونو کي ښه ولوبیږی)).

نادیې خپل مهاجرت په ۲۰۰۰م کال کي لومړی پاکستان او بیا ایټالیا ته پيل کړ او له هغه ځایه ئې بیا په قاچاقي ډول ډنمارک هیواد ته سفر وکړ.

د فوټبال دې لوبغاړي لومړی هلته په یوه کمپ کي خپلو تمرینونو ته دوام ورکړ او ورسته ئې د همدې تمرینونو له امله خورا پرمختګ وکړ، چي په ۲۰۰۹م کال کي ئې د ډنمارک ښځینه ملي لوبډلي ته لاره پيداکړه.

دا په ۲۰۱۴م کال کي د نیوجرسي په نوم د یوه کلب سره یو ځای سوه، چي درې کاله ئې د یاد کلب ترڅنګ د پورتلند کلب سره دومره پرمختګ وکړ، چي د نړۍ قوي انګلستانۍ لوبډلي منچسټر سیټي ته ئې لاره پيداکړه.

نادیه د انګلستان هیواد په منچسټر سیټي ښځینه کلب کي ښه وځلېده او له هغه وروسته ئې بیا د فرانسې تکړه لوبډلي پاستژ جرمین پام ځان ته راواړاوه او د هغه کلب سره یو ځای سوه.

ناديې زیاته کړه(( زه د نړۍ په یوه مشهوره کلب کي لوبیږم. په لومړيو کي مي هیڅ داسي فکر نه کاوه، چي زه دي دې ځای ته ورسیږم، خو په ۱۶ کلنۍ کي په دې پوه سوم، چي زه ئې کولای سم)).

هغې د خپلو خبرو په پای کښي د پخواني فوټبال فدراسیون لخوا پر ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورني د قضیو په اړه وویل، چي بدبختانه ځني انسانان د خپل قدرت څخه ناوړه استفاده کوي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.