فبروري 24, 2021

افغانستان کې د کرونا واکسینو وېش پيل شو

ولسمشر غني نن د کرونا واکسینو د ویش لړۍ په مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې ویلي چې پنځه سوه زره دوزه واکسین به په لومړۍ مرحله کې په افغانستان کې وېشل کېږي.

د ولسمشر غني په وینا دا واکسین به تر ډېره سرتېرو، ډاکټرانو او د امنیتي او روغتیايي ادارو نورو کارکوونکو ته ورکول کېږي.

ولسمشر همدا راز زیاته کړې چې حکومت یې د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه کې بریالی و او په خبره یې دوی د کرونا له امله رامنځ ته شوی وضعیت په ښه توګه مدیریت کړ.

په دې مراسمو کې په کابل کې د هند د سفارت مرستیال هم وویل چې دوی افغانستان ته په لومړۍ مرحله کې پنځه سوه زره دوزه واکسین ورکړي دي او ددغه ویروس د ختمولو لپاره له افغانستان سره خپلو لا ډېرو مرستو ته ادامه ورکوي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان ته رسېدلی د کرونا واکسین خپله د هند له خوا جوړ شوی دی.

د دغه واکسینو د راتګ په مهال د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري ویلي وه، ترڅو چې دغه واکسین د روغتیا نړیوال سازمان له ‌خوا تایید شوې نه وي تر هغه به یې په افغانستان کې تطبیق نه کړي.

هغه مهال هم نظري یادونه کړې وه چې دغه واکسین به په لومړیو کې روغتیایي کارکوونکو او له هغه وروسته ښوونکو او هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په زندانونو او لیلیو کې شپې سبا کوي، او همدا ډول به یې له ۵۰ کلونو پورته عمر لرونکو کسانو ته دغه واکسین ورکړل شي.

چارواکو زیاته کړې وه، دغه واکسین د استرازینیکا هندي څانګې له‌ خوا تولید شوي دي چې په دوو پړاوونو کې به ۲۵۰ زره افغانانو ته ورکړل شي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*