افغانستان څخه یو شمېر ستانه شویو بریتانوي پوځیانو ځان وژنه کړې

د بریتانیا د وسله والو ځواکونو یو لوړپوړي چارواکي ویلي، یو شمېر هغو بریتانوي سرتېرو چې په افغانستان کې یې دنده تر سره کړې وه، په دغه هېواد کې تر وروستیو تحولاتو وروسته یې ځان وژنه کړې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، وروسته تر هغه چې طالبانو په ډېره ډراماټیکه توګه پر ټول افغانستان ولکه ټینګه کړه بریتانوي سرتېرو چې مخکې یې هم ذهني توازن سم نه و، ځان وژنه یې کړې ده.

د بریتانیا د دفاع وزارت یو لوړپوړي چارواکي جېمز هپي هم دغه خبر تایید کړی دی او زیاته کړې یې ده چې دا سرتېري د افغانستان له ماموریت څخه تر ستنېدو وروسته پر ژور خپګان اخته وو او کله چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړه نو له ډېرې مایوسي یې خپل ځانونه وژلي دي.

په ورته وخت کې د یو بل خبر له مخې امریکا کې د وسله والو بریدونو پر دوام نن د دغه هېواد په فلوریډا ایالت کې په یوه وسله وال برید کې څلور کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

امریکایي چارواکو ویلي چې دا برید هغه کس کړی دی چې په افغانستان او عراق کې یې جګړه کړې وه او اوس په کور ناست و.

راپورونه وایي چې په وژل شویو کسانو کې یو ماشوم هم شامل دی چې د خپلې مور په غېږ کې یې ساه ورکړې ده.

نوموړی چې مرمۍ ضد واسکټ یې هم پر تن و، د پولیسو له لوري نیول شوی دی او اوسمهال تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دی.

تر اوسه د پېښې انګېزه روښانه شوې نه ده.

وروستي مطالب