تېر کال په همدې ورځ افغان لوبډله له نیوزیلینډ سره مخ شوه+ویډیو

افغان کرکیټ ملي لوبډله د ۲۰۱۹م کال د کرکیټ نړیوال جام په سیالیو کي تېر کال په همدې ورځ د نیوزیلینډ کرکیټ ملي لوبډلي په وړاندي ولوبېده، چي افغانستان د نیوزیلینډ څخه په ۷ ویکیټو ماته وخوړه.
په یاده لوبه کي لومړی افغانستان توپوهنه وکړه، چي د لوبي په ۴۱،۱ آورونو کي یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره نیوزیلینډ ته د ۱۷۳ منډو هدف وټاکه.
کله چي نیوزیلینډ لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو د افغانستان له لوري ورکړل شوی هدف یې د لوبي په ۳۱،۱ آورونو کي د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.
په دې سره افغان کرکیټ ملي لوبډلي د نیوزیلینډ څخه په ۷ ویکیټو ماته خوړلې وه.
د ۲۰۱۹م د کرکیټ نړیوال جام په سیالیو کي د نیوزیلینډ په وړاندي یاده لوبه د افغانستان درېیمه لوبه وه.
افغان کرکیټ ملي لوبډلي د نیوزیلینډ هیواد څخه مخکي له آسټرالیا او سریلانکا څخه ماته خوړلې وه او له هغه وروسته یې بیا د سویلي افریقا، انګلستان، هندوستان، بنګله دېش، پاکستان او ویسټ انډیز هیوادونه څخه ماته وخوړه.
افغان کرکیټ ملي لوبډلي د ۲۰۱۹م د کرکیټ نړیوال جام په سیالیو کي خپلي ۹ واړه درلودونکي لوبي وبایللې.
د افغانستان او نیوزیلینډ د هغې لوبي لنډیز:

 
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




سریلانکا کرکټ بورډ د IPL پاتې سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د راپورونو په بنسټ یو شمېر سرچیني وایي، چي د سریلانکا کرکټ بورډ مشر شامي سیلوا په سیپټمبر میاشت کې د آی پي ایل سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی، تر څو د آی پي ایل ... نور ولولئ