سپورټ نړیوال کرکټ

افغانستان او زِمبابوې د شل اوریزو لوبو په ریکارډ کې

سمیع الله درانی

افغان لوبډله له ۲۰۱۵ کال څخه د ۲۰۱۹ م کال سپټمبر شلمې نېټې پورې ۹ شل اوریزې لوبې کړي دي، چې په دې لوبو کې ۸ افغانستان او یوه تېره شپه د سپټمبر په شلمه نېټه د جمعې په ماښام زِمبابوې په ۷ وېکټو وګټله.

په دې لوبه کې همېلټن مسکډزا د زِمبابوې لپاره ۷۱ منډ‌ې وکړې؛ خو د لوبې غوره لوبغاړی کرېسټوفر ایم پوفو ونومول شو؛ هغه د افغان لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبډلې د ۲۰۱۵ م کال د اکټوبر په ۲۶ مه نېټه له زِمبابوې سره لومړۍ شل اوریزه لوبه د زِمبابوې په بولوایو سیمه کې ترسره کړه.

زِمبابوې، افغان لوبډلې ته د ۵ وېکټو په لوېدو سره ۱۵۳ منډې هدف ورکړی و، چې افغان لوبډلې ورته د شلم اوور په لومړي توپ د ۴ وېکټو په لوېدو سره هدف ورپوره کړ او زِمبابوې ته یې د لومړي ځل لپاره په ۶ وېکټو ماته ورکړه.

افغانستان او زِمبابوې په خپلو کې دوهمه شل اوریزه لوبه د ۲۰۱۵ م کال د اکټوبر په ۲۸ مه نېټه په زِمبابوې کې ترسره کړه، چې زِمبابوې ۱۹۰ منډې هدف وړاندې کړی و، دا هدف ورته افغان لوبډلې د شلم اوور په پنځم توپ د ۵ وېکټو په سوځېدو سره ورپوره کړ او زِمبابوې ته یې د دوهم ځل لپاره په ۵ وېکټو ماته ورکړه.

د ۲۰۱۶ م کال د جنوري په ۸ مه نېټه افغانستان، زِمبابوې ته ۱۸۷ منډې هدف ورکړ، چې زِمبابوې یې په ځواب کې ۱۸۲ منډې وکړې او افغانستان په ۵ منډو ماته ورکړه.

د همدغه کال د جنوري میاشت په ۱۰ مه نېټه افغانستان، زِمبابوې ته ۲۱۵ منډې هدف ورکړ، چې زِمبابوې یې په ځواب کې ۱۳۴ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې په ۱۸ اعشاریه ۱ اوور کې وسوځېدل او افغان لوبډلې په ۸۱ منډو ماته ورکړه.

د ۲۰۱۶ م کال د مارچ په ۱۲ مه نېټه افغان لوبډلې زِمبابوې ته په ۵۹ منډو ماته ورکړه.

۲۰۱۷ م کال د فبروري په ۶ مه نېټه زِمبابوې، افغانستان ته ۱۲۰ منډې هدف ورکړی و، چې افغان لوبډلې ورته په ۴ وېکټو په پنځلسم اوور کې پوره کړ او زِمبابوې ته یې په ۶ وېکټو ماته ورکړه.

د همدغه کال د فبروري په ۷ مه نېټه افغانستان، زِمبابوې ته ۱۵۸ منډې هدف ورکړی و، چې زِمبابوې یې په پوره کولو کې ناکامه شوه او ۱۴۱ منډې یې وکړې، دا لوبې په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

اتمه لوبه افغان لوبډلې د ۲۰۱۹ م کال د سپټمبر په ۱۴ مه نېټه په بنګله دېش کې له زِمبابوې څخه په ۲۸ منډو وګټله، افغانستان ورته ۱۹۸ منډې هدف ورکړی، چې زِمبابوې ټولې ۱۷۰ منډې وکړې، دا اتمه شل اوریزه لوبه وه، چې افغانستان له زِمبابوې څخه له ۲۰۱۵ م کال څخه تر ۲۰۱۹ م کال پورې پر له پسې وګټله.

خو زِمبابوې بیا په ۹ مه لوبه کې افغانستان ته په ۷ وېکټو ماته ورکړه، دا لوبه د جمعې په ورځ د سپټمبرپه شلمه نېټه په بنګله دېش کې ترسره شوه.

دا د افغانستان او زِمبابوې د ملي لوبډلو د شل اوریزو لوبو مخامخ کېدل او ریکارډ و.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی