افغانان د سپينې ماڼۍ مخې ته: زموږ په هېواد کې جګړه او د ګاونډیو لاسوهنه ختمه کړئ

لسګونه افغانانو په امریکا کې د سپینې ماڼۍ مخې ته لاریون کړی او غواړي چې په هېواد کې روانه نیابتي جګړه پای ته ورسول شي.

دوی چې د پاکستان ضد شعارونه یې ورکول په خپلو خبرو کې یې ویل چې پاکستان، ایران او ځینې نور هېوادونه په افغانستان کې د روانې نیابتي جګړې تر شا دي او باید دا جګړه ختمه کړل شي.

د لاریون کوونکو په خبره افغانان نور په خپله خاوره کې د پردیو نیابتي جګړه او نظامي سیالۍ نه غواړي او د نړیوالو مسوولیت دی چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

دوی د بهرنیو ځواکونو د وتلو هرکلی هم وکړ خو تر څنګ یې ددې غوښتنه کوله چې د سرتېرو د وتلو دا لړۍ باید مسوولانه وي.

لاریون کوونکو پر طالبانو غږ وکړ چې له جګړو لاس په سر شي او په دې ټوګه پردیو ته د جګړې برابره شوې زمینه له منځه یوسي.

په ورته وخت کې په امریکا کې د یوه ستر رسیز ارګان خپرېدونکې ورځپاڼه ایپاک ټایمز د خپلو تحلیلوونکو له خولې لیکي چې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره د سیمې د هېوادونو رښتینې همکاري اړینه ده.

د سرچینې په خبره په لومړي ګام کې باید پاکستان، ایران او قطر د طالبانو له مالي او تسلیحاتي ملاتړه راوګرځول شي او تر هغه وروسته دې د سولې د راتګ لپاره ټول اړخونه رښتینې هڅې وکړي.

په مطلب کې راځي که د افغان جګړه سیمه ییز لاملونه له منځه لاړ نه شي نو د سرتېرو تر وتلو وروسته به په دغه هېواد کې جګړې ډېرې شي او سیمه ییز هېوادونه به خپلو سیالیو ته ادامه ورکړي.

ورځپاڼه همدا راز ټینګار کوي چې طالبان باید د یوې جنګي ډلې پر ځای په یوه سیاسي ډله واوړي او په خبره یې دا به یو مثبت پرمختګ وي.

بلخوا نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په اړه د ولسمشر جو بایډن اقداماتو ته په اشارې ویلي چې نوموړی له افغانستان څخه د سرتېرو وتلو برخه کې په حقه دی.

ورځپاڼه زیاتوي، که څه هم بایډن د ټرمپ له لوري د جوړو شویو ټولو پالیسیو د مخنیوي هڅه وکړه خو پر هغو چارو یې کار ونه لرل چې په اړه یې په لوړه کچه اجماع موجوده وه او له هغې ډلې یوه یې له افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو موضوع وه.

د ورځپاڼې په خبره، د کانګرس یو شمېر ډیموکراټو او جمهوري غوښتونکو غړو له افغانستان څخه د سرتېرو د وتلو په برخه کې د احتیاط غوښتنه کوله خو بایډن یې له خپلې پرېکړې په شا نه کړ.

د ورځپاڼې په باور په همدې اړه د لوړې کچې اجماع موجودیت ته په پام نوموړی په دې مسئله کې په حقه دی او دا باور شته دی چې نوموړی به په ټاکلې موده کې دغه بهیر په بشپړه او بریالۍ توګه پای ته ورسوي.




وروستي مطالب