سینما او موسیقي

افغانان اندېښنمن دي چې پاني پت فلم کې ستر احمدشاه بابا ته سپکاوی شوی!

ليکنه: ابوبکر عليزی

د هندی سینما دمشهور فلمي ستوري سنجي دت د راتلوونکي فلم په تړاو افغانان یو شمېر اندیښنې لري.

پاني پت د هندي سینما نوی خپرېدونکی فلم چې پرون یې ټریلر یا لنډه برخه پر ټولنیزو رسنیو خپره شوه.

دغه فلم د افغانستان د لوی امپراتور احمدشاه بابا د پاني پت په جنګ جوړ شوی چې په کې د لوی امپراتور ورل هندي سینما مخکښ فلم ستوري سنجي دت لوبولی.

د پاني پت د فلم ټریلر په ټوله نړۍ کې بازار پیدا کړی خو په ټولنیزه رسنیو کې د افغانانو تر منځ ځکه ډېر لاس په لاس کېږي او اندېښنه ورته ځکه ډېره ده چې فکر کیږي په دغه فلم کې به د ستر احمد شاه بابا سپکاوی شوی وي.

دوی په دې نظر دی چې هندیانو به دغه فلم کې نه یوازې دا چې د بابا شهامت او زړورتوب په سم ډول نه وي تمثیل کړی بلکې اندېښنه دا ده چې نوموړی به یې یو ظالم امپراتور ښوولی وي.

خو یوشمیر نور بیا په دغه فلم جوړښت او د احمد شاه بابا په رول لا له وړاندي نیوکې لري.

د احمدشاه اعظم په نوم د فیسبوک یوه کارونکي لیکلي: په دغه فلم کې ۳۹ کلن احمدشاه بابا رول یې ۶۰ کلن سنجي دت ته ورکړی خو د ۳۴ سداشيوراو باو رول بیا بیا ۳۰ ارجن کپور ته ورکړل شوی.

نوموړي لیکلي((د ((پاني پت)) په نوم د اشوتوش ګوواريکر جوړ کړي فلم نور تفصيل به د ډېسېمبر پر شپږمه معلوم شي چې له تاريخ سره څومره انصاف پکې شوی دی خو د ۳۹ کلن احمد شاه ابدالي په رول کې ۶۰ کلن سنجې دت لوبول چې په فلم کې هم له څهرې او کړه وړه ډېر مشر سړی معلومېږي، ډېر مناسب نه ښکاري. البته د ۳۰ کلن سداشيوراو باو په رول کې ۳۴ کلن ارجن کپور پر ځای انتخاب دی.

احمد شاه بابا په ۱۷۲۲م کال کې (د زياتره تاريخپوهانو په نظر) په هرات کې زېږېدلی دی. نوموړی په ۲۵ کلنۍ کې د کندهار په شېر سرخ بابا زيارت کې مشر وټاکل شو او د پاني پت د درېيمې جګړې پر مهال يې عمر ۳۹ کاله و. احمد شاه بابا په ۵۰ کلنۍ کې د ۱۷۷۲م کال د جون پر درېيمه (د ۱۱۸۶ هجري قمري کال د ربيع الاول پر دويمه) د کندهار د توبې غره په لمنه کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ سو.))

استاد هجرت الله اختیار بیا له خپلو هېوادوالو غواړي چې پر هندي سینما دې د دې له امله زیاتې نیوکې نه کوي چې ګنې احمد شاه بابا هغه ډول نه دی ښوولی څه ډول چې زمونږ له پاره اتل دی نوموړي پر خپل فیسبوک پوسټ کې لیکلي((

هندي سینما په PK فلم کې د هندوانو په بګوان بریک نه نیسي نو د ځمکې خلک خو ورته یو وار نسوار هم نه ښکاري.

چې غلي کېنو ښه به وي))

دغه راز د راضیه نیازۍ په نوم یوې ښځینه د فیسبوک کارونکې هم لیکلي، کله چې افغانانو خپله د احمد شاه بابا ورپاتې ویاړونو د قدرت په تنده کې په اوبو لاهو کړل نو د نورو يې ولې د ښې ستاینې هیله ولرو؟

دې په خپل فیسبوک اکونټ باندې زیاته کړې((کله چې مونږ افغانانو خپله د احمد شاه بابا راپاتې وياړونه ونه ساتل او د واک په تنده کې مو سره خپلو کې وخوړل او وپلورل له نورو څه تمه چې ياد تاريخي ارزښتونه به مو وياړلي انځور کړي؟

احمد شاه بابا مونږ افغانانو لپاره اتل وو خو هندوانو لپاره يو ظالم او جابر حمله کوونکى نظامي وو تمه مه لرئ چې هغوئ دې زمونږ وياړونه په تاريخي لحاظ هغسې انځور کړي څنګه چې وړ ده. که ښه يې انځور کړې وي دا به نو د هېښتيا وړ وي))

د یادولو ده چې د دغه فلم کې د سنجي دت تر څنګ ارجن کپور او کرتی سنن هم مرکزي رول لوبولی دی.

تېره ورځ سنجی دت به یوه ټویټ کې روښانه کړې وه چې که د احمد شاه بابا رول سم نه و نه ده به هیڅکله نه و لوبولی.

د پاني پت فلم ټریلر د سه شنبې ورځ ریلیز شو چې نه یوازې د هندیانو بلکې د ډېرو افغانانو یې هم پوره تفصیلي فلم ته تلوسه ده.

اټکل دی چې پوره فلم به یې د راتلوونکي ډسمبر میاشت کې نندارې ته وړاندې شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی